CRI Online

د چين ملي ولسي کانګرېس حکومتي راپور څيړنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2012-03-05 14:54:44
د چين ملي ولسي کانګرېس حکومتي راپور څيړنه کوي

د روانې مياشتې د ٥ نيټې په سهار د چين ملي ولسي کانګرس نوبتي کلنی غونډه په بيجينګ کې پرانيستل شوې چې کابو دری زره تنه استازي په ګډه د چين د اقتصاد او ټولنې انکشافي نقشه جوړوي.

د همدې ورځې د سهار په نهو بجو د دغې غونډې په سر کې صدراعظم ون جيا باو د دولتي شورا په استازيتوب ملي ولسي کانګرس ته حکومتي راپور وړاندی کړ. په دغه راپور کې په تير کال کې د چين حکومت کارونه ياد شوي او د روان کال کارونه ترتيب شوي دي. صدراعظم ون جياباو وويل:

* سږ کال د دوولسم پنځه کلن پلان يو مهم کال او د دغې دورې حکومت وروستی کال هم دی. موږ به تر وسې پورې خپلې دندې ترسره کړو او د خلکو د خوښۍ وړ ځوابونه وړاندې کړو.

په دغه راپور کې د ٢٠١٢ کال اړوندې مهمې موخې ټاکل شوي چې د کورني توليد عمومي اندازې زياتوالی اووه اعشاريه پنځه سلنې ته ورسيږي، په ښارونو او علاقه داريو کې نهه مليونه تنه نوی استخدام شي، د بی کارۍ توازن تر څلور اعشاريه شپږ سلنې او د توکيو بيو د زياتوالي توازن تر څلور سلنې کنترول شي او د صادراتو او وارداتو د عمومي ارزښت زياتوالی لس سلنې ته ورسيږي.

ون جياباو په صادق ډول وويل چې د چين د اقتصاد او ټولنې پرمختګ لاهم له ځينو ستونزو سره مخامخ دی. په نړۍ کې د اقتصاد بيا سمسورتيا پېچلۍ ده، نړېوال پولي بحران د خپريدا په حال کې دی، په لنډه موده کې د ځينو هېوادونو د ملي پورونو مسئله حل نه شي، دننه په هېواد کې د توليدي جوړښت، د پرمختګ نابرابرۍ په ګډون يو لړ مسئلې په اسانه توګه نه شی حليدای.

صدراعظم ون جياباو وويل:

 سږ کال به د اقتصاد ثابت پرمختګ، د توکيو بيو د کنترول ، د اقتصادي جوړښت ترتيب، د خلکو د ژوند د ښه والي، د اصلاحاتو د پياوړتيا او د همغږي د هڅونې په ګډون يو لړ مسئلې بايد په جمع توګه حل شي.

اوس د نړۍ د اقتصاد بيا سمسورتيا راتلونکی روښانه نه ده. په عين وخت کې د چين منځنی او کوچنی تصدۍ له ډيرو ستونزو سره مخامخ دي او د اقتصادي پرمختګ سرعت ورو کيږي. نو د چين اقتصادي پرمختګ ثبات بايد وساتل شي. په ياد شوي حکومتي راپور کې د روان کال د حکومت له نهو مهمو دندو څخه د اقتصاد ثابت او چټک پرمختګ لومړی مقام نيسي. صدراعظم ون جياباو په دې اړه وويل:

 د کورنيو اړتياوو په تيره بيا د کورني مصرف زياتوالی د چين د اقتصاد دايمی ثابت او چټک پرمختګ اساس دی او د روان کال لپاره لومړی کچه مهم کار دی.

په دغه راپور کې د کورني مصرف د هڅونې تدبيرونه هم ياد شوي چې د هغو کسانو تنخواوې زياتې شي چې لږه تنخوا اوس لري، ټولنيزې خدمتي لارې چارې وهڅول شي، د مصرف باوري پور پراخ شي او داسی نور.

د دې ترڅنګ په دغه راپور کې هم ويل شوي چې په بازار کې د توکيو بيې ثابتې شي، کرنيزې چارې وهڅول شي او د بزګرانو عايدات زيات شي او داسی نور. په دغه راپور کې دې ته هم اشاره شوي چې د اقتصاد انشکافي شکل بايد ژر تر ژره بدل شي، د خلکو ژوند دې په واقعي توګه تامين او ښه شي او د کلتوري ستر پرمختګ او سمسورتيا لپاره هلې ځلې کړی شي. له دې نه څرګنديږي چې د چين حکومت نيت لري چې د اصلاحاتو په وسيله پرمختګ ومومي او له لارې يی د چين اوسنی مشکلات ليری کړي.

په راتلونکو نهو ورځو کې به برخه وال استازي د چين د ټولو وګړو په استازيتوب دغه راپور څيړنه او پريکړه وکړي چې د سږ کال د چين د اقتصاد او ټولنې انکشافي لوری وټاکل شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای