CRI Online

يانګ جي چه وايي، چين به د متقابلو ګټو پر بنسټ د ورخلاصون پر تګلارې ټينګار وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2012-03-06 19:53:06

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير يانګ جي چه د مارچ په شپږمه نېټه د چين د ملي ولسي کانګرس د کلنۍ نوبتي غونډې په ترڅ کې په يوه خبري ناسته کې د چين د ډيپلوماټيکو تګلارو او د بهرنيو اړيکيو په اړه د خبريالانو اړوندو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل. هغه د عمومي حالاتو څيړل، د همکارۍ ژورتيا، د اصلاحاتو پياوړتيا، د بڼې ښه والي او خدمت کول په پنځو برخو کې په تېرو لسو کلونو کې د چين ډيپلوماتيکي کارونه راغونډ کړل او وارزول. نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې په راتلونکو لسو کلونو کې چين لا هم د پرمختګ په مهم ستراتيژيکي حال کی دی. چين به په پر له پسې توګه د خپلواکی او سولې پر ډيپلوماټيکې تګلارې، د سوله ييز پرمختګ پر لارې او د متقابلو ګټو پر بنسټ د ورخلاصون پر تګلارې ټينګار وکړي.

د چين د صدراعظم ون جيا باو لخوا د حکومت د کاري راپور سره سم چې د مارچ په پنځمه نېټه د چين د ملي ولسي کانګرس په کلنۍ غونډه کې وړاندې شوې، په نوي کال کې د چين ډيپلوماتيکي کار بايد د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارې، د سوسياليستي عصري ټولنې د جوړولو، د نړيوال اقتصاد د پرمتخګ، د نړۍ د سولې او ثبات د ساتلو لپاره لا زيات خدمتونه وکړي. وزير يانګ جي چه د دې سره سم په سږ کال کې د چين د ډيپلوماتيکو کارونو مهم ټکي بيان کړل. ده وويل،

سږ کال زموږ د ډيپلوماتيکو کارونو مهم ټکی داسی دي، چې د چين د اقتصاد د پرمختيايي لارو چارو د ترميم، په بهر کې د بېلا بېلو ګواښونو او ننګونو د ليرې کولو، د هېواد د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ لپاره د ښې بهرنۍ زمينې د برابرولو لپاره کوښښونه دي. موږ بايد په ټينګار سره د هېواد حاکميت او امنيت وساتو او د خبرو اترو، ديالوګ او سلامشورو له لارې نړيوالې او سيمه ييزې مسئلې حل کړو. په تېره بيا د پاملرنې وړ مسئلې دی، څو چې د يو مسؤلانه هېواد په توګه چين خپل رول ولوبوي. موږ بايد د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو او نړيوالو او سيمه ييزو سازمانونو سره خپلمنځي دوستي ژورې کړو او د نړيوالو ننګونو د ليری کولو په هکله لا ښه همکاري وکړو، څو چې ګډ پرمختګ وموندل او نړيواله سوله وساتل شي.

اوس نړيواله اوضاع په پيچلي حال کې ده او د نړيوال پولي بحران منفی اغيزې لا هم موجودې دي. بر سېره پردې، د اقليمي بدلون، د انرژۍ امنيت او د غلو دانو امنيت په شمول يو لړ نړيوالې مسئلې ورځ په ورځ سختې دي. داسې به د چين پر پرمختګ باندې زياتې اغيزې ولګوي. نو وزير يانګ دې ته اشاره وکړه چې راتلونکي لس کالونه د چين د سوله ييز پرمختګ لپاره ډېر اهميت لري. د پرمختيايي هېواد په توګه د چين اساسي بڼه بدله نه شي او چين به د متقابلو ګټو پر بنسټ د ورخلاصون پر تګلارې ټينګار وکړي. ده وويل،

په راتلونکو لسو کلونو کې به نړۍ چټک پرمختګ ومومي. نو بېلا بېلې خواوې بايد د اقتصاد د پرمختيايي لارو چارو ترميمو ته په درنه سترګه وګوري. موږ بايد د اقتصاد د نړيوال کېدو په حال کې، په نړيوال اقتصادي همکارۍ او سياليو کې نوی غوره والی ومومو. د دې ترڅنګ د پرمختيايي هېوادونو عمومي قوت به پياوړی شي او په نړۍ کې د بېلا بېلو خواوو قوتونه به لا برابر شي. دغه راز د نړۍ د ادارې او د اوسني نړيوال سيستم په اړه د اصلاحاتو بهېر به هم پياوړی شي. نو موږ د متقابلو ګټو پر بنسټ د لا نژدی همکارۍ غوښتنه کوو. يعنی د خپلو ګټو د تر غور لاندې نيولو په وخت کې بايد د نورو هېوادونو ګټو ته هم پام وکړو. بېلا بېل هېوادونه بايد يو د بل سره مرسته او همکاري وکړي او په ګډه مسؤليت او دنده پر غاړه واخلي څو چې نړيوال نظام به په لا مناسبه توګه عمل وکړي.

وزير يانګ جي چه په دغه دوه ساعته خبري ناسته کې د چين او د ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د اړيکيو ، د کوريا ټاپووزمې د اوضاعو، د سوريې مسئلې ، د چين او افريقا ترمنځ د اړيکيو په اړه د چين دريځونه بيان کړل.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای