د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د پوځي کميسيون مشر هو جين تاو د مارچ په دوولسمه نېټه د يوولسم ملي ولسي کانګرس د پنځمې غونډې په ترڅ کې د ولسي ازادی بښونکي اردو پلاوي په عمومي غونډه کې پر دې ټينګار وکړ چې بايد د افسرانو او عسکرو د اخلاقي ، علمي او کولتوري کيفيت د لوړولو لپاره هڅه وشی.
نوموړي په جدی توګه د استازيو د ويناوو له اورېدو وروسته په تېر کال کې د اردو د ابادولو په اړه برياليتوبونه وستايل او و يی ويل چې په ټول اردو کې بايد د وګړيو ګټو ته د لومړيتوب ورکولو پر بنسټ د کولتور د پياوړتيا په بهير کې د چين د اوسنۍ زمانې د انقلابي پوځونو عمده ارزښتونه وروزل شی او د اوسنيو نويو اوضاعو لمخې دې له فقيد نمونوي عسکر لې فنګ د زده کړې څپه وپارول شي، څو چې د عسکرو او افسرانو اخلاقي ، علمي او کولتوري کيفيت لوړ شي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |