CRI Online

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د يوولسمې دورې ملي کميټې پنځمه غونډه پای ته ورسېده.

cri     (GMT+08:00) 2012-03-13 10:45:14

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د يوولسمې دورې ملي کميټې پنځمه غونډه د مارچ د ديارلسمه نېټه په سهار په بېجينګ کې پای ته ورسېده. د هو جين تاو، وو بانګ ګوه، ون جيا باو، جيا چينګ لين، لي چانګ چون، شي جين پينګ، لي که چيانګ، هه ګوه چيانګ او جوه يونګ کانګ په ګډون د ګوند او هېواد مشرانو د پای په مراسمو کې حاضر ول.

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې مشر جيا چينګ لين د دغو مراسمو مشری وکړه او ويې ويل، چې برخوالو د دغې غونډې په ترڅ کې د حکومت پر کاري راپور بحث کړی، د اقتصاد د عمومي کنترول د ژروتيا، د اقتصادي پرمختګ د لارو چارو د بدلون، د خلکو د ژوند د ضمانت او ښه والي، د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د تطبيق د ژورتيا، د کولتوري ابادۍ د پياوړتيا، د ټولنيزې ادارې د نوښت او د ولسي سياسي مشورتي نظام د پرمخبيولو په اړه وړانديزونه او پېشنهادونه وړاندې کړي دي. په دغه غونډه کې د ويناوو، وړانديزونو او د خلکو د نظرونو د راغونډولو په اړه د مسودې شمېر په جلا جلا توګه اته سوه او دری ډېرش، شپږ زره او نهه شپيته، يو زر او دری سوه او يو څلويښتو ته رسيدلې دی چې ورڅخه د هېواد پرمختګ او د خلکو د خدمت په اړه د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د غړيو مسئوليتونه څرګند شوي دي . (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای