د چين د يوو لسمې دورې ملي ولسي کانګريس ٥ مه غونډه په ١٤ مه نېټه په بېجينګ کې پای ته ورسيده. د هو جين تاو، ووبانګ ګو، ون جيا باو، جيان چينګ لي، لي چانګ چون ، شي جين پينګ، لي که چيانګ، هه ګو چيانګ او جو يونګ کانګ په شمول يو شمېر مشران د غونډې د پای په مراسمو کې خاصر وو.
په نوموړې غونډه کې د راي ورکونې له لارې د حکومت د کاري راپور په هکله پريکړه ، په ٢٠١١ کال کې د هېواد د اقتصادی او ټولنيز پرمختګ پلان د پلی کيدو د حالت او په ٢٠١٢ کال کې په همدې ساحو کې د نوی پلان په اړه پريکړه،په ٢٠١١ کال کې د مرکزي او ځايي حکومتونو د بودېجو د لګولو حالت او په ٢٠١٢ کال کې د همدغو بودېجو په هکله پريکړه او داسې نورې پريکړې تصويبې شوې دي.
د چين د ملي ولسي کانګريس د دايمي کمېټې مشر وو بانګ ګو په غونډه کې د خپلې وينا په ترڅ کې په دې ټيګار وکړ چې بايد په وروستيو کلونو کې تر لاسه شوې ګټورې تجربې راغونډې شی ، د ملي ولسي کانګريس راتلونکي کارونه دې په ښه ډول ترسره شی او په لاښه توګه دې د هېواد د عالي مقتدر سازمان په توګه د ولسي کانګرس مهم رول ولوبول شی.
زرينه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |