CRI Online

په چين کې د منځني ختيز اژانس له لومړي خبريال سره مرکه

cri     (GMT+08:00) 2012-10-15 10:32:17

په چين کې د منځني ختيز اژانس له لومړي خبريال سره مرکه

چين او مصر دواړه نړېوال متمدن لرغوني هېوادونه دي چې دوه زره کاله دمخه يی اړيکې پيل شوې وي. مصر لومړی هغه عربي او افريقايی هېواد هم و چې د چين له ولسي جمهوريت سره يی سياسي اړيکې ټينګې کړې دي. په چين کې د مصر د خبري رسنيو استيازيو د چين او مصر ترمنځ د سياسي اقتصادي او کلتوري پل په توګه د چين اصلاحاتو او پرمختګ ته هم لوړه پاملرنه کوي. په چين کې د مصر رسمي اژانس يعنی د منځني ختيز اژانس څانګې مشر ايمن القادي د سي ار ای له خبريال سره ځانګړې مرکه کړې ده.

دغه اژانس نه يوازی د مصر رسمي اژانس دی بلکې د عربي سيمې او د منځني ختيز لومړی اژانس هم دی. ښاغلی ايمن په دغه اژانس کې څه دپاسه شل کاله کار کړی او تير کال په بيجينګ کې د دغه اژانس د څانګې مشر په توګه وټاکل شو. د يادونې وړ دی چې هغه مخکی په چين کې د پنځو کلونو لپاره ژوند هم کړی و که څه هم پخوا يی د چين په اړه ځيني معلومات درلودل. مګر کله چې هغه يو ځل بيا چين ته راغلی، د چين د سترو بدلونونو په ليدو حيران شو.

((ما فکر ونه کړ چې چين دومره چټک پرمختګ کړی او دومره ښکلی دی . هر شی زما لپاره جلبونکی دی مثلاً لوړې ودانۍ، عصري تکنالوژی، پرمختللي ښارونه او علاقه داري، غټ واټونه او ښکلی طبيعي منظرې. ما مخکی د چين په اړه ډير کتابونه لوستلي خو واقيعتونه يی زما له اټکل څخه وتلي دي . ))

ځکه چې هغه يو خبريال دی نو د چين له ډېرو سيمو څخه يی ليدنې کتنې کړې دي. هغه په دې نظر دی چې د چين پرمختګ د نړۍ په ګټه دی.

((د يو لوي هيواد او دوهم نړېوال اقتصادي ځواک په توګه د چين اقتصادي پرمختګ د ټولې نړۍ لپاره ګټور دی. داسی هېواد نورو هېوادونو ته زيان نه رسوي بلکې له نورو هېوادونو سره مرسته کوي. مثلاً مصر دا نظر لري چې چين يو لوی هېواد او ورور هېواد دی. موږ د چين انکشافي تجربو او مرستو ته اړتيا لرو. موږ بايد له چين څخه ښه زده کړه وکړو.))

ښاغلي ايمن زياته کړه چې چين نه يوازی بايد خپل پرمختګ ته دوام ورکړي بلکې په نړېوالو چارو کې دې لازيات رول ولوبوي.

((د چين د مشرانو هغه نظرونه زما ډير خوښيږي چې نړېوالې شخړې بايد د تبادلې او خبرو اترو له لارې حل شي. ټول هېوادونه او خلک بايد دغه اصول پلی کړي. چين هميشه دغه دريځ غوره کوي او له اوږدې مودې راهيسي يی دغه اصول عمل کړی او کوي يی.))

ښاغلی ايمن د چين پر مخ ننګونو ته هم پاملرنه کوي او ويی ويل:

((چين به له دوو عمده ننګونو سره مخامخ وي چې د اقتصاد له لحاظه د چين انکشافي سويه لوړه ده نو راتلونکې دنده دا ده چې څرنګه ويی ساتي. د سياست له لحاظه ځيني هېوادونه چين يو لوی ګواښ بولي او په دې نظر دي چې يو غښتلی چين به پر دوی باندی فشارونه واچوي. مګر دوی دې ته پام نه کوي چې له چين سره همکاري کول د دوی په ګټه هم دي.))

په راتلونکي مياشت کې به د چين د کمونست ګوند اتلسم ملی کانګرس جوړ شي. ښاغلی ايمن د چين د راتلونکي په اړه باور لري او وايی :

((زما په اند چين به پرمختګ ته دوام ورکړي او نورهم عصري شي. چين يو ستر هېواد دی چې له نړېوال اقتصادي بحران سره د مقابلې کولو توان لري. زه فکر کوم چې په راتلونکو پنځو يا لسو کلونو کې چين د نړۍ لومړی اقتصادي ځواک وګرځي. ))

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای