د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بلغارستان د پخواني واکمن سوسياليست ګوند پلاوي او د بلغارستاني پارلمان په اړه د بلغارستان او چين ترمنځ ددوستانه ډلې مرستيال ميهيل ميکوف زموږ راډيو له خبريال سره د کتنې په ترڅ کې وويل، د چين د کمونست ګوند اتلسم ملي کانګرس چې ژر به په بېجينګ کې پرانيستل شي، د چين پر اقتصادي او ټولنيز پرمختګ باندې سترې او ژورې اغيزې وکړي.
ميکوف وويل چې د دغه سفر له لارې يې د چين له خوا تر لاسه شوي حيرانونکي برياليتوبونه ليدلي دي. د چين د کمونست ګوند اتلسم ملي کانګرس به نه يوازی د چين د کمونيست ګوند په تارخ کې يوه مهمه غونډه وي او د مشرانو د نوی دورې ډله به اختخاب شي، بلکې د چين د راتلونکی پنځه کلن پلان لپاره کليدي ارزښت ولري.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |