د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د اکتوبر په ٢٣مه نېټه د نايجريا د ابوجا پوهنتون د ټولنيزې اکاډمۍ مشر سلمان محمدزمونږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل د څو کلنو کوښښونو له برکته د چين د کمونېست ګوند په مشرۍ د چين خلکو د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړې دي.
هغه زياته کړه چې په ١٩٤٩ کال کې د چين د ولسي جمهوريت له جوړېدو راهيسي د چين د کمونېست ګوند په مشرۍ د زياتو هڅو له امله د چين خلکو په اقتصادي او ټولنيزې ابادۍ کې ډير ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي په تېره بيا په وروستيو کلونو کې دغه ګوند د علمي پرمختيا د نظر په تطبيق د دايمي پرمختګ د لټولو لپاره ډېر کوښښ کړی او په عين وخت کې يې په موثره توګه په نړيوالو چارو کې ګډون کړی او د سيمه ييزو لانجو د له منځه وړلو په ترڅ کې پر سوله ييزو لارو چارو ټينګار کړي چې له امله يې په نړۍ کې د چين ښه بڼه ښودل شوې ده.
هغه زياته کړه چې په راتلونکې مياشت کې د چين د کمونېست ګوندد اتلسم ملي کانګرس جوړونه د چين د پرمختګ په بهير کې بله مهمه مرحله ده.
غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |