د اکتوبر په ٢٥ مه نېټه په چين کې د کيوبا لوی سفير البرتو جيسس بلانکو سليوا په بېجينګ کې د چين د نړيوالې راډيو له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل: د چين کمونست ګوند ١٨ م ملي کانګرس به د چين د سياسي، اقتصادي او ټولنيز پرمختګ نوی پيل وګرځي.
هغه وويل: د چين د کمونست ګوند او د کيوبا له کمونست ګوند ترمنځ دوستي لروغونی تاريخي سرچينه لري. په تېرو ١٠ کلونوکې د دوو ګوندونو ترمنځ تبادلې زياتې لاسته راوړنې رامنځته کړې، لوړ پوړی تګ راتګ يې پياوړي کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي متقابل او اقتصادي همکارۍ د پرمختګ لپاره يې ښه بنسټ ايښی دی.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |