CRI Online

د چين په ښو ښوونځيو کې د شاګردانو د شاملېدو په باب مالومات (٢)

cri     (GMT+08:00) 2012-10-25 17:19:04

په چين کې د ډېرو پلرونو او ميندو په نظر، ښه ښوونځی ماشومانو ته روښانه ايندې رسولای شي، عادي ښوونځی . دوی پر دې ټينګ هوډ لري چې بايد تر ممکنه حده پورې د خپلو ماشومانو لپاره ښه ښوونځي انتخاب کړي. ، نو ځکه د دغو ښوونځيو په شاوخوا کې د کورونو کرايه کولو بازارونه ډېری تاوده دي. د کارپوهانو په قول، دغه حالت د ښوونيزې سرچينې د ويشلو د نابرابرۍ نتيجه ده.

د ٢٠١١ کال په پای کې د چين د ښوونې وزارت د اجباري ښوونې د برابر پرمختګ د هڅولو په يادښت کې په څرګند ډول کښلي چې بايد تر ٢٠٢٠ کال پورې په ټول هېواد کې د اجباري تعليم د برابر پرمختګ موخه ترسره شي. بېجينګ ښاروالي په دې يادښت کې ژمنه کړې چې تر ٢٠١٥ کال پورې به د ښار په ټولو ولسواليو کې د اجباري ښوونې د متناسب پرمختګ ومومي. د ښوونې په برخه کې مشهور کارپوه شيونګ بينګ چي په دې هکله وويل

موږ چې د ښوونځيو د انتخابولو حالت له منځه وړل غواړو ، بايد تر هر څه لومړی د اجباري ښوونې د ويشلو برابری وهڅول شی. مناسب چوکاټ به دا وي چې په سلو کې نوي دولتي لومړي ښوونځي بايد د اجباري ښووني د متناسب پرمختګ لپاره خپلې اړينې دندې ترسره کړي . نژدې لس سلنه شخصي ښوونځي کېدای شی چې دغه دندې پلی نه کړي

اوس د بېجينګ ښاروالی په دې برخه کې په ازموينې پيل وکړ، د روان کال د تعليمي کال د پيل په وخت کې د بېجينګ د دوو لومړيو او دوو منځنيو ښوونځيو پر بنسټ څلور تعليمي ګروپونه جوړ شوي چې د هر ګروپ تر ادارې لاندی پنځه غړي ښوونځي شته. دا په ګډه د ښوونځيو د اداره کولو په برخه کې د بېجينګ ښاروالي لخوا غوره شوی يو مهم تدبير دی.

د پلان له مخې، دغه څلور ښوونځي به غړيو ښوونځيو ته په وړيا توګه د ښوونکيو، ځايونو او کلتوري سرچينې په شمول سرچينې برابرې کړي، پر دې سربيره، د دغو څلورو ښوونځيو چارواکي او وتلي ښوونکي به د غړيو ښوونځيو د ښوونې او د ښوونځيو د اداره کولو په چارو کې ګډون وکړي، د غړيو ښوونځيو ښوونکي کېدای شی چې د دغو څلورو ښوونځيو په ډول ډول ښوونيزو او روزنيزو فعاليتونو کې برخه واخلي.

د بېجينګ د لويديځې ښارې سيمې مرستيالې چن نينګ وويل

دا يوه ښه لاره ده چې د دغو ګروپونو لخوا د غړيو ښوونځيو پرمختيايي پلان جوړېږی چې د ښوونځي د اداره کولو نظريې، د تعليمي پلان طرحول ، د ښوونکيو روزل او د زده کوونکيو سره تبادله کول پکې شامل دي.

ښاغلي شيونګ بينګ چي وړانديز وکړ چې د تعليمي سرچينې د برابرې ويشنې کار بايد د قانون تر نظارت او څارنې لاندی راوستلی شي. ده وويل

موږ بايد د ملي ولسي کانګرس تر څارنې لاندی يو ښوونيز نظام جوړ کړو يعنې ملي ولسي کانګرس د اجباري تعليم قانون د پلی کولو د حالت څارنه کوي. که کوم ځايي حکومت دغه دنده پلی نه کړي، نو د ښوونيزو څانګو اړوند مسئول به ګوښه شي. زما په اند، که اړوند حکومتي ارګانونه په جدي توګه دغه دنده پر غاړه واخلي، نو شک نشته چې په پنځو کلونو کې د اجباري ښوونې د متناسب پرمختګ موخه ترسره کېدای شي.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای