CRI Online

د چين د تبت خپلواکي سيمې حکومت به د ښاري او کليوالو اوسېدونکو او راهبانو لپاره د غيرمترقبه زيانونو بيمه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2012-11-02 14:22:46

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د تبت خپلواکي سيمې حکومت پريکړه وکړه چې هر کال په دې برخه کې ٤٤ مليونه يوانه ولګوي چې په وړيا ډول د تبت ټولو ښاري او کليوالو اوسېدونکو او راهبانو لپاره د غيرمترقبه زيانونو بيمه وکړي.

د تبتي حکومت اړوند چارواکي وويل، په ياده بيمه کې د اوسېدونکو او راهبانو شاملېدا د خلکو ژوند د تامينولو يو پروګرام دی، دغه راز د مستمري بيمې، طبي بيمې او نورو بيمو کې د تبتي ښاري او کليوالو اوسېدونکو او راهبانو شاملېدو له امله د ټولنيز ضمانيت سيسټم لا بشپړ شوی دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای