CRI Online

د چين د کمونست ګوند د اووه لسمې مرکزي کميټې د اوومې عمومي غونډې اعلاميه

cri     (GMT+08:00) 2012-11-04 20:10:02

د چين د کمونست ګوند د اووه لسمې مرکزي کميټې د اوومې عمومي غونډې اعلاميه

د سين هوا اژانس دخبر له مخې، د چين د کمونست ګوند د اووه لسمې مرکزي کميټې اوومه عمومي غونډه د روان کال د نوامبر له لومړی نېټې څخه تر څلورمې نيټې پورې په بيجينګ کې جوړه شوه. د مرکزي کميټې ٢٠٠ تنه غړي او ١٦٥ اضافي غړي په دغه غونډه کې حاضر وو. د دسپلين څارنې مرکزي کميټې غړيو او د اړوندو څانګو مشرانو په کې هم ګډون کړی دی. دغه غونډه د سياسي بيورو مشري وکړه. د مرکزي کميټې عمومي منشي هوجين تاو په دغه غونډه کې مهمه وينا وکړه.

دغې غونډې پريکړه کړې چې د چين د کمونست ګوند اتلسم ملي کانګرس به د روان کال د نوامبر په اتمه نېټه په بيجينګ کې جوړ شي. په دغه غونډه کې هوجين تاو د سياسي بيورو په استازيتوب کاري راپور وړاندی کړ. په دغه غونډه کې د اتلسم ملي کانګرس د څارنې لپاره د اووه لسمې مرکزي کميټې راپور او د چين د کمونست ګوند اساسنامې د اصلاحاتو مسوده منظور شوې ده. شي جين پينګ د نوموړو دوو مهمو سندونو په اړه په دغه غونډه کې معرفي کړي دي.

_زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای