CRI Online

د چين د کمونست ګوند مرکزی کميټې له ګوند نه بهر له شخصيتونو سره سيمينار تر سره کړ

cri     (GMT+08:00) 2012-11-05 19:29:12

د چين د کمونست ګوند مرکزی کميټې د نومبر په درېيمه نېټه په جونګ نان های کې له ګوند نه بهر له شخصيتونو سره سيمينار تر سره کړ چې د چين د کمونست ګوند د اتلسم ملی کانګرس د راپور په اړه وړانديزونه راغوند کړل او د بېلا بېلو ديموکراتيکو ګوندونو مرکزی کميټو، د صنعتی او سوداګريزې ټولنې د مشرانو او له ګوند نه بهر د ډلو د شخصيتونو پيشنهادونه او وړانديزونه واوريدل. د چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټې عمومی منشی هو جين تاو دغه سيمينار مشری وکړه او مهمه وينا يې وکړه.

په سيمينار کې له ګوند نه بهر شخصيتونو د ثابتې پرمختيا، د هدفونو جوړښت تنظيمولو، د کمونست ګوند په شمرۍ د ګوندونو همکارۍ او د سياسی سلامشورو ميکانيزم د بشپړتيا او ټينګتيا او له فساد نه د مبارزې لپاره د ميکانيزم د جوړونې په هکله پيشنهادونه وړاندی کړي دي.

عمومی منشی هو جين تاو د دغو کسانو د ويناوو له اوريدلو وروسته وويل اوس نړيوال حالات پيچيلی بدلېږي، د هېواد په دننه کې د اصلاحاتو او پرمختيا ثابته دنده نوره سخته ده، پرمخ فرصتونه او ننګونه ټول د تاريخ په پرتله زيات دی. موږ بايد فرصتونه ونيسو، په فعاله او اغيزمنه توګه له ننګونو سره مقابله وکړو او په ګډه د اصلاحاتو او ورخلاصون او د سوسياليزم د عصری کيدو أبادی کارونه تر سره کړو.

ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای