د چين د کمونېست ګوند اتلسم ملی کانګرس به ژر پيل شي، په امريکا کې د چيني ژبې خبري رسنۍ دې ته ډېره پاملرنه کوی او په جلا جلا توګه يې هر اړخيز راپورونه خپاره کړي چې د کمونېست ګوند د اتلسم ملی کانګرس په جوړېدو سره به د چين د پرمختګ په بهير کې نوی مرحله پيل شي.
د امريکا د چينا پريس ورځپاڼې هره ورځ په ٢ مخونو کې د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملی کانګرس په اړه راپورونه خپروي. د امريکا د سينوويسيون ويبپاڼې په دې وروستيو ورځو کې د مقالې په خپرولو سره وويل د چين د کمونېست ګوند اتلسم ملی کانګرس د چين د سياسي پرمختګ يوه نوی مرحله ده،په عين وخت کې د دغې غونډې له پرانستلو څخه څرګندېږي چې د چين کمونېست ګوند د عامو چارو د بريالي حل او د اقتصاد د داوملرونکي پرمختګ لپاره د کورنی يووالی له نعمت څخه برخوال دی.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |