د چين د کمونېست ګوند اتلسم ملي کانګرس د رارسېدو په وخت کې د ٢٠١٢ کال د نومبر په لومړې نېټه د سرحدي سيمې د پاملرنې او برياليتوب په نامه د سرحدي سيمې د ابادولو برياليتوبونو عکسونو نندارتون په بېجينګ کې پرانيستل شو.
د پاملرنې او برياليتوب په دوو برخوکې ١٣٠ عکسونه ايښودل شوي چې د چين د کمونېست ګوند د شپاړسمې دورې ملي کانګرس راهيسې، د شينجيانګ، تبت، يون نان، ګوانګ شي، لياو نينګ، جي لين، هې لونګ جيان، داخلي مغلوستان او ګان سو په ولايتونو او خپلواکو سيمو کې تر لاسه شوي برياليتوبونه ښودل شويدي .
دغه نندارتون چې د چين د ليکوالواو عکاسانو د ټولنو لخوا په ګډه جوړ شوی ،د هېواد د سرحدي سيمې څخه د لس زرو کيلومترو په واټن د عکاسانو د ليدنو کتنو په فعاليتونو کې يو دی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |