CRI Online

د چين د کمونيست ګوند په اتلسم ملي کانګرس کې ځينی برخه وال استازي بېجينګ ته رسيدلی دی

cri     (GMT+08:00) 2012-11-06 16:20:57

د سينهوا اژانس د خبر له مخې ، د چين د کمونيست ګوند اتلسم ملي کانګرس به د نومبر په اتمه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شي. په دوشنبه او سه شنبه څه باندې دوه زره او دوه سوه استازي په پر له پسې توګه د الوتکو، اورګاديو او موټرونو په وسيله بېجينګ ته رسيدلی دي.

استازيو له خبريالانو سره د مرکو په ترڅ کې ويلي، د چين د کمونيست ګوند د اتلسم ملي کانګرس چې د چيني پرمختګ په کليدي مهال کې پرانيستل کيږي، تاريخي ارزښت لري او هرومرو به د چين په انکشافي تاريخ کې يوه نوې پاڼه واړوي.

د معلوماتو له مخې، د اورګادۍ او ملکي هوانوردۍ څانګو او اړوند هوټلونو په جدي توګه ددوي د پذيرايي لپاره پوره تياری تر سره کړی دی.

په دغه غونډه کې ډېر زور استازي جياو ژوه يو چې عمر يې ٩٧ کالونه دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای