CRI Online

په چين کې د اندونيزيا لوی سفير د چين د کمونست ګوند د مشرانو د نوې ډلې په هکله ډېره هېله لری

cri     (GMT+08:00) 2012-11-06 18:33:14

په چين کې د اندونيزيا لوی سفير ايمرون کوتان د نومبر په شپږمه نېټه په بيجينګ کې وويل هغه د چين د کمونست ګوند د مشرانو د نوې ډلې په هکله ډېره هېله لری او باور يې څرګند کړ چې چين به په ټينګار سره د دواړو هېوادونو او د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ د دوستی تګ راتګ وهڅوي.

نوموړي د چين د کمونست ګوند د اتلسم ملی کانګرس د جوړيدو مخکې وويل په وروستيو کلونو کې د اندونيزيا او چين تر منځ د ستراتيژيکی همکارۍ اړيکې پر له پسی ټينګې شوې چې نه يوازی د حکومتونو بلکی د خلکو تر منځ تګ راتګ زيات دی.

هغه باور څرګند کړ چې د چين د کمونست ګوند د مشرانو د نوې ډلې تر لارښوونې لاندی به چين د دواړو هېوادونو او سياسی ګوندونو تر منځ تر لاسه شوې ګډې نظريې پلی کړي او په ټينګار سره د دواړو هېوادونو تر منځ د دوستی تګ راتګ لپاره وهڅوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای