CRI Online

د چين د اقتصادي پرمختګ سږنی انډول ښايي اوه اعشاريه پنځه سلنې ته ورسيږي

cri     (GMT+08:00) 2012-11-07 10:24:10

د چين د ملي ولسي کانګرس دايمي کميټې پخواني مرستيال اقتصاد پوه جنګ سه وې د نومبر په شپږمه نېټه په لنډن کې وويل، د اقتصادي پرمختګ سږنی موخه چې انډول يې اوه عشاريه پنځه سلنې ته رسېږي ،ګواکي پوره کيدای شي، خو کال په وروستۍ څلورمه کې د پولي تورم کچه ښايي لوړه شي.

نوموړي په همدې ورځ په يو فورم کې خبريال ته وويل، د سږ کال په لومړيو دريو څلورمو کې د چين د اقتصادي پرمختګ انډول په جلا جلا توګه اته اعشاريه يو ، اوه اعشاريه شپږ او اوه اعشاريه څلور سلنه و، که دغه شمېر په وروستۍ څلورمه کې له اوه سلنې څخه اوښتی وي، نود اوه عشاريه پنځه سلنې موخه پوره کيدای شي.

خو هغه زياته کړه چې د اوسنی سخت نړيوال اقتصادي حالت له امله چين د پولي تورم له لوړوالي سره مخامخ دی، د چيني اقتصاد راتلونکی نه يوازی پر کورني حالت پورې اړه لري، نړيوال حالت هم ډېر مهم دی .

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای