د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د کمونېست ګوند اتلسم ملي کانګرس به د نوامبر په اتمه نېټه پيل شي .خو د نوامبر له لومړنې نيټې څخه د دغه کانګرس مطبوعاتي مرکز چې د بېجينګ د ميدييا په مرکز کې پروت دی ، کورنيو او بهرنيو خبريالانو ته دروازه خلاصه کړې ده .
د معلوماتو له مخې دغه مرکز نه يوازې د خبريالانو لپاره د سندونو او عکسونو په شمول د غونډې عادی خدمتونه کوي، بلکې په وړيا توګه هغوي ته تليفوني او انټرنټي خدمتونه حتی خوراکونه هم برابروي .
(د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملی کانګرس د مطبوعاتی مرکز لوی تالار)
(د مطبوعاتي مرکز د مخابراتو او انټرنټ خدمتي څانګه)
(وړيا تلفوني خدمت)
(دغه مرکز وړيا خوراکونه برابروي)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |