CRI Online

د چين د کمونست ګوند د اتلسم ملی کانګرس د رئيسانو ډلې لومړې غونډه تر سره کړه

cri     (GMT+08:00) 2012-11-07 19:29:35

د چين د کمونست ګوند د اتلسم ملی کانګرس د رئيسانو ډلې د نومبر په اوومه نېټه له غرمی وروسته د خلکو په لوی تالار کې لومړې غونډه تر سره کړه او د چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټې عمومی منشی هو جين تاو په کې ګډون وکړ او مهمه وينا يې وکړه.

په غونډه کې لومړی د ملی کانګرس د سرمنشی شي جين پينګ په مشرۍ د لاسونو پورته کولو په وسيله د رايی ورکونې له لارې د هو جين تاو په شمول د يو څلويښتو کسانو له خوا د رئيسانو ډلې د دايمی کميټې د غړيو نومونو ليست تصويب شوی. وروسته د هو جين تاو په مشرۍ بېلا بېلې اېجندا تر سره شوي دي.

په غونډه کې د چين د کمونست ګوند د اتلسم ملی کانګرس د استازيو د حيثيت د څارنې کميټې له خوا د استازيو حيثيت د څارنې راپور نصويب شو.

په راپور کې ويل شوي چې دوه زره او دوه سوه او اويا استازي اعلان شوي چې د هېواد له بېلو بېلو يونټونو له خوا ټاکل شوی او د مرکزی حکومت له خوا تصويب شوی دی. د څارنې له لارې تصديق شوی چې د دوه زره او دوه سوه او اوياوو استازيو حيثيت اغيزمن دی او دوه استازي د استازيو نومونو ليست له خپريدو وروسته د ناروغۍ له امله مړ شول. نو په ملی کانګرس کې به دوه زره او دوه سوه او اته شپيته استازي ګډون وکړي.

په راپور کې ويل شوي چې د چين د کمونست ګوند مرکزی کميټه د اتلسمی ملی کانګرس د استازيو انتخاباتو کارونو ته په ډېره درنه سترګه ګوري. د کمونست ګوند د مرکزی کميټې تر سمې لارښوونې لاندی د انتخاباتو بېلا بېلو يونټونو په جدی توګه د استازيو ټاکلو کارونه تر سره کړي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای