CRI Online

د تايوان ټولنې هم د چين د کمونست ګوند اتلسم ملي کانګرس ته پاملرنه کوي.

cri     (GMT+08:00) 2012-11-08 08:28:48

په تېرو څو ورځو کې د چين د کمونست ګوند د اتلسم ملي کانګرس په اړه زيات خبرونه د تايوان په خبري رسنيو کې خپاره شوي دي. د دې ترڅنګ په مختلفو سوداګريزو غونډو او پولي څيړنيزو راپورونو کې دغه کانګرس هم د تود ټکي په توګه ګرځېدلی دی.

د ليان هه ورځپاڼې او د چينا ټايمز ورځپاڼې په شمول ورځپاڼو په جلا جلا توګه د دغه کانګرس په اړه ځانګړی مقالې خپرې کړې چې د دغه کانګرس د پيژندنې ترڅنګ يې د تايوان په اړه د لويې وچې پاليسۍ ته پاملرنه کوي. د ليان هه ورځپاڼې د نومبر په اوومه نېټه د يوې مقالې په خپرولو سره وويل، په تېرو لسو کلونو کې د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ اړيکې لا نژدې شوې دي. په ٢٠٠٥ کال کې هو جين تاو له ليان جان سره وکتل چې له امله يې د دواړو غاړو ترمنځ اړيکې د سوله ييز پرمختګ په لور پرمخ بيولې دي. په دغه مقاله کې له دې امله لويه وچه وستايله شوه چې د دواړو غاړو ترمنځ د اړيکيو د پياوړتيا لپاره يې مؤثر او مثبت تدبيرونه نيولي او د سوله ييز پرمختګ ګامونه يې اوچت کړی دی.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای