د چين واکمن کمونيست ګوند اتلسم ملي کانګرس د نوامبر د ٨ مې نېټې په سهار په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې پرانيستل شو او د چين د کمونيست ګوندعمده مشرانو او ٢٣٠٠ تنه ګوندي استازيو پکې ګډون وګړ.
د چين د ګمونيست ګوندعمومي منشي هو جين تاو د ګوند د ١٧ مې دورې مرکزي کمېټې په استازيتوب په غونډه کې د ټولو ګوندي استازيو د څېړنې او بحث لپاره يو راپور وړاندی کړ. په دې راپور کې يې وويل چې د چين کمونست ګوندبه د هېواد په مشرۍ په ټينګه توګه د چيني ځانګړی سوسياليستي لار پرمختګ وکړي.
د ګوند ملي کانګرس او ددې کانګرس لخوا انتخاب شوې مرکزي کمېټه د چين د کمونيست ګوند لومړی لوړپورې لارښوونکی ارګان دی . ملي کانګرس هرپنځه کاله يوځل جوړيږي. اوس د چين کمونيست ګوند څه باندې ٨٠ مليونه غړي لري او د انتخاباتو له لارې ٢٢٠٠ تنه ګوندي استازي رامنځته شوي چې زياتره يې په ١٩٧٨ کال کې د ورخلاصون او اصلاحاتو تګلارې له پلې کيدو وروسته په کمونيست ګوند کې شامل شوي.
د غونډې د اجيندا له مخې به په ٧ ورځو کې استازي د عمومي منشي هو جين تاو لخوا ورکړ شوی راپور، د چين د کمونيست ګوند د اساسنامې تعادل شوې مسوده او هغه کاري راپور چې د دسپليني څارنې د مرکزي کمېټې لخوا به وکړل شي، وڅېړي ، دغه راز به هم نوی مرکزي کمېټه او د دسپليني څارنې نوی مرکزي کمېټه انتخاب کړي.
زرينه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |