هو جين تاو د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس په راپور کې وويل، بايد په ښه توګه په يو هېواد کې د دوو نظامونو پاليسی تطبيق او د هېود د يووالي بهېردې چټک شي.
هغه وويل، د خپل هېواد غيږي ته د هانکانګ او مکاو د ستنېدو راهيسې، دغې دواړې خاصې اداري سيمې د هيواد له لويې وچې سره يو ځای د پرمختګ په لاره کې ګامونه پورته کوي. په يو هېواد کې د دوو ټولنيزو نظامونو د پلې کېدو پاليسۍ د ليدو وړ برياليتوب تر لاسه کړی دی. د چين مرکزي حکومت د هېواد د حاکميت، امنيت، پرمختيايي ګټې او د هانکانګ او مکاو د دايمي سولې او سمسورتيا د ساتلو پر بنسټ اړوند تدبيرونه نيسي.
نوموړي وويل، سوله ييز يووالی د تايوان وطنوالو په شمول د چيني ملت له اساسي ګټو سره سمون خوري. د سوله ييز يووالي پلی کېدا بايد لومړی د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د اړيکېو سوله ييز پرمختګ وساتي. هغه زياته کړه چې موږ بايد تل د يو چين پيژندنې پر پاليسی ټينګار وکړو.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |