CRI Online

د چين د کمونيست ګوند په ١٨ م ملي کانګرس کې د هو جين تاو په راپور کې د شتمنې ټولنې د ابادۍ او د اصلاحاتو او ورخلاصون د ژورتيا موخې وړاندی شوې

cri     (GMT+08:00) 2012-11-08 11:39:15

هو جين تاو د چين د کمونيست ګوند په ١٨م ملي کانګرس کې په خپل راپور کې وويل، د نړيوالو او کورنيو حالاتو له لحاظه چين لا هم د ستراتيژيکي پرمختيا په مهمه موده کې دی. موږ بايد مهم ستراتيژيکي فرصتونه سم قضاوت وکړو او کلکه دې ونيسو او په ٢٠٢٠ کال کې دی د شتمنې ټولنې د ابادولو موخه پوره کړو.

پر دې بنسټ چې د اقتصاد د انکشافي لارې د بدلولو په بهير کې ستر برياليتوبونه تر لاسه شوي او د پرمختګ برابر، همغږی او دواملرونکی ځانګړيتوب په څرګند ډول پياوړی شوی دی، د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت او د ښاري او کليوالو اوسېدونکو منځنی عايد بايد د ٢٠١٠ کال په پرتله يو چند زيات شي. ډيموکراتيک ميکانيزم دې بشپړ، د عدليې په اړه د خلکو باور دی ټينګ او بشري حقوقو ته درناوی او بشري ضمانيت بايد لوړ شی.د خلکو ژوند دې په پوره توګه ښه او د ښوونې سويه يې او د نوی استعداد لرونکو کسانو د روزنې سويه لوړه شی، لا زيات کاري فرصتونه دې برابر شی او د خلکو ترمنځ د عايداتو توپيرونه دې کم شي. ټول اوسېدونکي بايد له ټولنيز ضمانيت څخه ګټې واخلي، دغه راز بايد د ټولنې د ابادولو په بهير کې د سرچينې سپمولو او د چاپيريال د ساتلو په برخو کې ستر برياليتوبونه تر لاسه شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای