CRI Online

رئيس هو چين تاو د چين د کمونېست ګوند اتلسم ملی کانګرس په پرانيستونکو مراسمو کې يوه وينا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2012-11-08 11:45:07

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين واکمن کمونېست ګوند اتلسم ملی ګانګرس د نومبر په اتمه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو . د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومی منشي هو جين تاو د ګوندي کانګرس د ١٧ مې مرکزي کميټې په استازيتوب په خپل راپور کې دی ته اشاره کړې چې چين به د چين کمونېست ګوند په مشرۍ د چيني ځانګړي لرونکي سوسياليزم په لار مخ په وړاندی لاړ شي .

هغه په خپل راپور کې پر دی ټينګار کړی چې د چيني ځانګړی لرونکي سوسياليستي لار ، د چيني ځانګړی لرونکي سوسياليستي تيوريکي سيستم او د چيني ځانګړی لرونکي سوسياليستي نظام په تېرو نويو کلونو کې د ګوند او خلکو له خوا جوړ او جمع شوی بنسټيز برياليتوبونه دي ، نو بايد پری ټينګار وشي او ور ته پرمختګ ور کړي شي . د پرمختيا علمی نظريه د چيني ځانګړي لرونکي سوسياليستي تيوريکي سيستم نوی لاس ته راوړنه بلل کيږي او د مارکسيزم او لنينيزم ، رئيس ما جه دونګ افکار او د دنګ شياو پينګ تيورۍ په شمول له نورو تيوري سيستمونو سره يو ځای د ګوند د لارښوونې افکار دي چې په اوږده موده کې به پری ټينګار وکړي.

دغه کانګرس په دی حال کې جوړيږي چې په چين کې د شتمنې ټولنې د أبادۍ چارې پرېکړه کوونکي پړاو ته ننوزي .هو جين تاو په خپل راپور کې د دغې ټولنې د أبادولو په هکله نوی غوښتنې کړې چې عمده موخه يې دا ده چې تر ٢٠٢٠ کاله پوری د برابر،همغږي او دواملرونکي پرمختګ د پياوړتيا پربنسټ د کورنيو توليداتو عمومی ارزښت او په ښارونو او علاقه داريو کې د هر اوسېدونکي په سر عايدات د ٢٠١٠ کال پر تله په سلو کې سل زيات شي .

غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای