هو جين تاو د چين د کمونيست ګوند په اتلسم ملي کانګرس په خپل راپور کې وويل چې د ايکلوژيکي مدنيت ابادی بايد پياوړې شي.
هو جين تاو وويل چې د د ايکلوژيکي مدنيت ابادی د خلکو له نيکمرغۍ او ملي راتلونکی سره اړيکې لري. بايدد سرچينې سپمولو او د چاپريال ساتلو پر اساسي دولتي تګلارې ټينګار وشی، دوام لرونکی او د کاربون دوه اکسايد د کمې ايستنې په غرض پرمختګ دې چټک شی او د ايکلوژيکي چاپيريال د خرابولو مخه دې ونيول شی ، د خلکو د ژوند او توليد لپاره دې زمينې برابرې شی .
لومړی، له ځمکو څخه د استفادې جوړښت بايد بدل شي.دوهم، سرچينې بايد په پوره توګه سپما شي. درېيم، د ايکلوژيکي سيسټم او چاپيريال ساتنه بايد ځواکمنه شي . څلورم، د ايکلوژيکي مدنيت د ميکانيزم جوړونه بايد پياوړې شي.هو جين تاو وويل چې موږ بايد په لا شعوري ډول له طبيعت سره مينه ولرو او په لا فعاله توګه ايکلوژيکي چاپيريال وساتو.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |