په دې حال کې چې د چين د کمونست ګوند اتلسم ملي کانګرس په بيجينګ کې جوړيږي، د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستيال محمد کريم خليلي له چيني خبريال سره مرکه وکړه.
هغه وويل چې دغه ملي کانګرس د چين او د چين د کمونست ګوند په انکشافي تاريخ کې يو ستر ګام دی چې د پرمختګ نوي سويې ته به چين ورسوي.
هغه زياته کړه چې په دې وروستيو کلونو کې د چين ستر پرمختګ پر ما باندی ستره اغېزه کړې ده. چين د سيمې او حتی د نړۍ په يو مهم هېواد ګرځېدلی دی. زما په اند د دغه برياليتوب عمده لامل د چين د کمونست ګوند سمه مشري ده.
هغه هيله څرګنده کړه چې افغانستان او نور پرمختيايی هېوادونه به د چين له ښو تجربو څخه هم ګټه واخلي.
_زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |