CRI Online

وو بانګ ګو د ان هوی پلاوی له استازيو سره د چين د کمونست ګوند د اتلسم ملی کانګرس د راپور په اړه بحثونه وکړل

cri     (GMT+08:00) 2012-11-08 20:27:25

د چين د کمونست ګوند د مرکزی حکومت د سياسی بيورو د کميټې دايمی غړي وو بانګ ګو د نومبر په اتمه نېټه له غرمی وروسته د کمونست ګوند د اتلسم ملی کانګرس د ان هوی پلاوی له استازيو سره د دغه کانګرس د راپور په هکله بحثونه وکړل. هغه دې ته اشاره وکړه چې د هو جين تاو له خوا اعلان شوی راپور د چين د ځانګړی سوسياليزم د نوی برياليتوب تر لاسه کولو لپاره سياسی لارښوونی سند او په هراړخيزه توګه د هوساينې ټولنې جوړولو لپاره عملی لارښوونه هم ده.

هغه وويل په تيرو لسو کلونو کې د ان هوی اقتصاد او ټولنې په ښه او چټکې توګه پرمختيا شوی او خلکو ډېرې زياتې ګټې تر لاسه کړی دی. هغه هېله لری چې د ان هوی پلاوی په جدی توګه د دغه کانګرس روحيې زده کړه او عملی کړي او د واقيعتونو له مخې کارونه تر سره کړي، د اقتصادی پرمختيا لارو بدلو په ترڅ کې نوې پرمختيا وکړي، د اصلاحاتو او ورخلاصون ژورتيا په چارو کې نوی پرمختګونه او د خلکو ژوند ښه والی په کارونو کې نوی موفقيتونه وګټي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای