CRI Online

د چين ګرد اردو او د وسلوالو پوليسو واحد د هو جين تاو د راپور جدي زده کړه کوي

cri     (GMT+08:00) 2012-11-09 09:50:05

چين پوځونو او وسلوالو پوليسو د نومبر د ٨مې نېټې په سهار د چين د کونيست ګوند د اتلسم ملي کانګرس پرانيستلو مراسم کتلي او په جدي توګه يي د هو جين تاو راپور واورېد . ددوي په وينا بايد د رئيس ماو ځه دونګ د نظامي افکارو، په نوی موده کې د پوځونو د جوړولو او ابادولو په اړه د دنګ شاو پينګ افکارو، د دفاع او پوځونو د ابادولو په اړه د جيانګ ځه مين د افکارو او تر نويو حالانو لاندې د دفاعي او پوځي چارو په اړه د چين د کمونست ګوند د افکارو سره سم او د علمي پرمختګ تر نظر لاندی د پوځونو د اصلاحي، عصري او منظم کيدو ابادی پياوړې شي.

هو جين تاو په خپل راپور کې وويل، د هغو غښتليو دفاعي چارو او ځواکمنو پوځونو ابادول چې په نړۍ کې زموږ له مقام او ملي امنيت او ګټو سره سمون لري، زموږ د هېواد د عصري کيدو په ابادۍ کې يوه ستراتيژيکي دنده ده.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای