CRI Online

په تيرو لسو کلونو کې د چين د عامو مالي ګټو د زياتوالي کلنی منځني انډول ٢٠.٨٢٪ و.

cri     (GMT+08:00) 2012-11-09 14:00:38

د چين د ماليې وزارت رسمي ويبپاڼې د نومبر په اتمه نېټه د چين د ماليې وزير شي شيو ژن يوه مقاله خپره کړه چې په چين کې عام مالی ګټې د ٢٠٠٢ کال له يو زر او اته سوه او نوی مليارډو يوانو نه د ٢٠١١ کال لس زره او دری سوه او اويا مليارډو يوانو ته زياتې شوې چې د زياتوالی کلني منځنی انډول يې ٢٠.٨٢ ٪ و.

په دغه مقاله کې د چين د کمونست ګوند د شپاړسم ملي کانګرس راهيسې، د مالي پرمختګ او اصلاحاتو برياليتوبونه راغونډ او ليکل شوي چې په تېرو لسو کلونو کې د اقتصاد د ثابت او ګړندی پرمختګ پر بنسټ د مالي اصلاخاتو د پياوړتيا او د مالي ګټو د ثابتېدو نظام د قايمولو له لارې د چين مالی ګټې پراخې شوې دي. د شمېرنې سره سم، له ٢٠٠٢کال نه تر ٢٠١١ کاله پورې عام مالی لګښت له دوه زره او دوه سوه او لس مليارډو يوانو نه لس زره او اته سوه او نوی مليارډو يوانو ته زيات شوی دی چې د زياتوالي کلنی منځنی انډول يې ١٩.٣٩٪ و. په عين وخت کې د سوسياليستي بازاري اقتصاد د پرمختګ او د حکومتي ماموريتونو د بدلون د اړتيا سره سم، د مالي لګښت جوړښت مناسب شوې چې د ښوونې، طب او روغتيا، ټولنيز ضمانت او کاري فرصت په برخو کې لګښتونه زيات شوي دي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای