د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د کمونست ګوند اتلسم ملي کانګرس د نومبر په اتمه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو. د چين نړيوالې راډيو پاکستاني او هندي اوسيدونکو په جلا جلا توګه د بريښناليکونو او ټليفون له لارې مبارکي وويله او د هو جين تاو د راپور په اړه خپلې نظريې وښودلې.
په پاکستان کې د چين او پاکستان د دوستۍ په نامه د اوريدونکو کلپ مشر رياض احمد خان وويل، د خوشحالۍ وړ ده چې د چين د کمونست ګوند اتلسم ملي کانګرس په بېجينګ کې پيل شو. زه د يو پاکستاني په توګه د چين خلکو ته مبارکي وايم. په پرانيستونکو مراسمو کې د عمومي منشي هو جين تاو په وينا کې د خلکو د ژوند د ښه والي په اړه برخه زما د پاملرنې وړ ده. له نيکمرغه په چين کې دغه شان غوره مشران شته چې تل د خلکو ژوند ته پاملرنه کوي او د خلکو د ستونزو د ليري کولو لپاره کوښښ کوي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |