CRI Online

په چين کې د پاکستان شارژدافير وويل د چين اقتصادی پرمختيا به د نورو پرمختيايی هېوادونو پرمختګونو وهڅوي

cri     (GMT+08:00) 2012-11-09 18:54:48

په چين کې د پاکستان شارژدافير زاهور احمد د نومبر په نهمه نېټه وويل د چين د کمونست ګوند د اتلسم کانګرس په پرانيستونکو مراسمو کې د هو جين تاو په وينا کې په وروستيو کلونو کې د چين د اقتصادی پرمختيا برياليتوبونه راغونډ شوي. هغه باور لري چې د چين د نوې دورې د مشرانو په لارښوونه به د غه هېواد اقتصاد په ثابته او چټکه توګه پرمختيا وشي او د نورو پرمختيايی هېوادونو د پرمختګونو دهڅوي.

نوموړي وويل د چين اقتصاد د نړيوال اقتصاد د ثابتې او چټکې پرمختيا لپاره فعال رول لوبوي. د چين اقتصادی پرمختيا د سيمه ييز او نړيوال اقتصاد د بيا احيا کيدو او پرمختيا لپاره باور او هېله کيښونه کوي. د پرمختيايی هېواد په توګه د چين اقتصادی پرمختيا به د نورو پرمختيايی هېوادونو د ګډو پرمختګونو لپاره فعال رول ولوبوي او دغو هېوادونو ته اړينې تجربې او مرستې برابرې کړي.

هغه هېله څرګنده کړه چې د چين د نويو مشرانو په لارښوونه به د دغه هېواد لويديځ په تيره بيا د پاکستان ګاونډی ځای شينجيانګ چټکې پرمختيا وکړي او د پاکستان د اقتصاد پرمختيا وهڅوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای