د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ازادي بښونکی اردو او د وسله والو پوليسو استازيو په تېرو څو ورځو کې په جدي توګه د چين د کمونست ګوند په اتلسم ملي کانګرس کې د عمومي منشي هو جين تاو پر راپور بحثونه وکړل. د دوی په اند، په ښه توګه د ګوند او خلکو لخوا د ويشل شويو دندو تطبيق کول د ګوند سپارښتنه او د خلکو ارزنه ده. دوی بايد د هېواد د پرمختيايي ستراتيژۍ او امنيتي ستراتيژۍ د نويو غوښتنو سره سم په ټينګار سره د ملي دفاع او د اردو د ابادۍ د عملي پرمختګ په موضوعاتو قوي اردو اباد کړي چې د چين له نړيوال مقام، د هېواد د امنيت او د پرمختيايي ګټې سره سمون خوري.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |