د سينهوا اژانس د خبر له مخې، څو ورځې مخکې يو شمېر بهرنيو لوړ پوړيو بهرنيو چارواکو، ګوندونو او سازمانونو د چين د کمونست ګوند د اتلسم ملي کانګرس د پرانيستلو په بنسټ د مبارکي پيغامونه استولي دي.
د افغانستان د اسلامي يووالي ګوند مشر او د ولسمشر مرستيال محمد کريم خليلي د مبارکي په پيغام کې وويل، د چين خلکو د چين د کمونست ګوند تر لارښوونې لاندې په هره ساحه کې د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. موږ ډېر وياړ يو چې د چين د کمونست ګوند نژدی دوست ګرځي. باور لرو چې د چين خلک به د چين د کمونست ګوند د نوی دورې مرکزي کميټې تر مشری لاندې به لا زيات برياليتوبونه تر سره کړي.
بر سېره پردې، د فليپين، اسرائيل، هند، فنلند پورتګال، چيلي، نيپال، مالديو او بوليوي د ګوندونو مشرانو او سازمانونو د مبارکي پيغامونه استولي دي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |