CRI Online

د کمونست ګوند د اتلسم ملی کانګرس استازي تر هغه عنوان لاندی د هدفونو او نظرونو په هکله بحثونه کوي چې خلک هير نه شي او د خلکو هيلې پريښود نه شی

cri     (GMT+08:00) 2012-11-12 16:01:44
                                





د چين د کمونست ګوند په اتلسم ملی کانګرس کې برخوالو استازيو په تيرو لسو کلونو کې د چين د سمسورتيا د لاملونو په هکله د سلامشورو په وخت کې په اتفاق سره وويل د خلکو هوښيارتيا، ځواکونه، زړه ورتوب، سړه سينه او نظارت بايد د تل لپاره له ياده و نه وزي.

څو چې د ګوند او خلکو تر منځ ټينګې اړيکې ټينګې شي، هېواد به سمسور او ثابت شي او خلک به په نيکمرغه او هوسا فضا کې ژوند وکړي.

د چينګ های - تبت اوسپنيزه لاره د يو لکو تنو کارګرانو له خوا د څلورو کلونو د زيارونو له کبله تر سختو طبيعی شرايطو لاندی جوړه شوې، د يانځه سيند پر دريو تنګيو کې د بريښنايی سټيشن جوړولو له امله مليون ګونو تنه خلک له خپلو ټاټوبيو څخه نورو ځايونو ته نقل شوي دی، د بېلا بېلو ښارونو کې څه دپاسه دوه سوه مليونه کليوال کارګران د هېواد د أبادولو په سختو کارونو لاس پوری کوي او د چين د اقتصادی او ټولنيزې پرمختيا لپاره کوشش کوي. د ټولو استازيو په نظر د عام خلک له خوا زيات عادي او ناچيز کارونه کوي چې په پای کې سترې کارنامې يې بشپړې شوي دي.

بايد تر وسی پوری د خلکو د حقونو د لټولو لپاره کوښښ وشي او د خلکو په ژوند کې ستونزې دې ليری شي.

څلور کلونه مخکې د چين د سی چوان ولايت په وين چوان کې سختې زلزلې وشوې چې زياتو وګړيو خپل کورونه له لاسه ورکړي وو. اوس پر دغې ځمکې باندی نوی ښارونه او علاقه داری بيا جوړ شوي چې د نړيوالو لخوا د حيرانتيا وړ معجزه بلل کېږي. د کمونست ګوند د اتلسم ملی کانګرس اتيازي او د سی چوان ولايت د تبليغاتو څانګې د مشر دايمی مرستيال هو شيونګ فې وويل د زلزلې ځپلو سيمو د بيا رغونې لپاره د هېواد نورو ولايتونو ، ښارونو او خپلواکو سيمو دری سوه او دېرش مليارډ يوانو بې ګټه مرستې برابرې کړې دي. د سی چوان خلک د دوي احسان نه هيروي چې دا هم چيني روحيه ده . همداشان د يوی شو په زلزله ځپلو سيمو کې، د شان دونګ د وچکالی په وخت کې، د يون نان په سيلاب ځپلو سيمو کې د سی چوان ولايت مرستندوي او ژغورندوي وګړي هم ليدل کېدل.

که کمونستان له خلکو سره يو ځای ګډې هڅې وکړي،نه ماتېدونکي وي.

د پوهنې لرونکی غوره کارګر په توګه استازي او د يو ګروپي شرکت د تخنيکي چارو مشر چې دنګ جيان جون د نوښت د دوو دولتی انحصاري حقونو خاوند دی ، داسي وويل چې د هو جين تاو په راپور کې ښه ليکل شوی چې کار د فخروړ دی او نوښت ستر اهميت لري. زيات عادی کارګران د خپلو ارزښتونو د عملی کولو هيله لری او په فعاله توګه د سيانس او تکناروژۍ له لارې د نوښت په چارو کې ګډون کوي او ددوي نوښتونه ډېرې ستونزې حلولای شي. دنګ جيان جون وويل عادی کارګران توليدات جوړوي او د توليدولو نوې لارې چارې هم جوړوي. د کارګرانو د هوښيارتيا په رڼا کې د عالمانو لوي اختراعونه رامنځته کيدای شي.

د ياد کانګرس په راپور کې دې ته اشاره شوي: لازمه ده چې د سياست د ادارې ، اړتياوو او لارو چارو لټولو لپاره له خلکو څخه پوښتنه وکړی شی څو چې د خلکو له تجربو څخه هوښيارتيا او ځواکونه راغونډ شی . دا د تاريخ تجربه ده چې په څه دپاسه نويو کلونو کې کمونست ګوند د خلکو په اتکا په خپلواکه توګه د زياتو زحمتونو په ايستلو او د ډېرو قربانيو په لګولو سره د انقلاب او اصلاحاتو برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

استازي څاو شين پينګ وويل د دېرشو کلونو راهيسی د چيني ځانګړتيا لرونکی سوسياليستی چارو ګام په ګام برياليتوبونه ګټلي چې لامل يې دا و چې کمونست ګوند له خلکو سره لاس په لاس مبارزه کړې ده . کمونست ګوند يوازي د علمی پرمختيا له لارې د خلکو په ستونزو پوهېږي، ددوي انديښنې ليری کړي او د خلکو هيلې پوره کړي ، نو نه ماتيدونکی وي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای