CRI Online

امې: د لوړې سيمې د خلکو هيلې مې بېجينګ ته راوړلې

cri     (GMT+08:00) 2012-11-13 16:12:49

د چين د کمونيست ګوند اتلسم ملي کانګرس استازې امې د تبت د نا چو سيمې د لا شي علاقداری مسؤله ده چې له دې مخکې هغه د با چينګ کلی مسؤله وه. امې لږ لږ په خپل دفتر کې ناسته ده او زياتره کاري وخت ئی د اوسيدونکو په کورونو کې يا د تګ په لار کې دی. امې په هغو پنځو کلونو کې چې په با چينګ کلی کې ئی کار کړی، په اغيزمنه توګه د مرغزارو شخړه حل او کليوالې لارې پراخې کړې وې. دې وويل چې زه د چين د کمونيست يوه ګوندی غړې او د اساسي يونټ چارواکې يم،زما په اند د خلکو په ګټه کارونه تر هر څه لومړی مهم دي، زه بيا بيا د خلکو غوښتنې او وړانديزونه په کتابچه کې ليکم او يادوم ئی. تر اوسه امې لسګونې دغسي کتابچې لري. امې چې دغې کتابچې له ځان سره وړلې، په بېجينګ کې د چين د کمونېست ګند په اتلسم ملي کانګرس کې ګډون کوي. دې وويل، يوازې له عامو خلکو زړونه تړو، دوی به موږ ومني.


1 2 3 4
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای