CRI Online

د الفتح د مرکزي کميټې غړي وايي: د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس جوړېدو له امله به چين نور زيات پرمختيايي فرصتونه تر لاسه کړي

cri     (GMT+08:00) 2012-11-14 15:40:16

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د فلسطين د الفتح د مرکزي کميټې غړي او د فلسطين او عربي هېوادونو او چين ترمنځ د اړيکيو وزير عباس زاکي د نومبر په ١٣مه نېټه وويل چې دغه سازمان د چين د کمونېست ګوند اتلسم ملي کانګرس ته ډېره پاملرنه کوي او باور لري چې د دغه کانګرس د جوړېدو له امله به چين نور زيات پرمختيايي فرصتونه تر لاسه کړي.

هغه هم د فلسطين مسئلې په برخه کې د چين عادلانه دريځ او په نړيوالو چارو کې د چين فعال رول وستايل.هغه زياته کړه چې د ستر اقتصادي پرمختګونو د تر لاسه کولو ترڅنګ چين په نړيواله صحنه کې مسئولانه رول لوبولی او د دريېمې نړۍ له هېوادونو سره يې بې غرضه مرستې هم کړې دي.

غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای