د چين د کمونست ګوند اتلسم ملي کانګرس د روانې مياشتې په ١٤ نېټه په بيجينګ کې پای ته ورسيد. د چين د کمونست ګوند د اتلسم ځل لپاره خپله اساسنامه اصلاح کړې ده چې په کې علمي انکشافي افکار وليکل شول.
دغه راز علمي انکشافي افکار له ماکسيزم، لېنينزم ، ماځه دونګ فکر ، دنګ شياو پينګ تيوري او دري استازيتوبونو سره يو ځای د چين د کمونست ګوند د لارښوونې افکارو په توګه ټاکل شوي دي.
(غږ)
د ګوند اساسنامه د ګوند په چوکاټ کې عمومي منشي بلل کيږي چې د ګوند له موخو، تګلارو او بنسټيزو تيوريو سره نژدی تړاو لري.
د علمي انکشافي افکار کليدي معنی بشر ته لومړی پاملرنه ورکول دي. د چين د اقتصاد چټک پرمختګ له امله چين چې لوی نفوس لري، په عمده توګه د څښاک او خوراک مسئله حل کړې ده خو خبريالانو پيدا کړل چې وګړي د پخوا په پرتله د تنخوا لوړوالي، شين اسمان او پاکو اوبو ته لازياتې پاملرنې کوي.
اوس خلک د مالي اړتياوو ترڅنګ لازياتې زهني اړتياوې لري. د بېلګې په توګه ډاګتره شيو ژو چې اوس يو ماشوم لري، د ښوونې او روزنې ميکانيزم د بشپړتيا ته ډېره پاملرنه کوي. دی وويل:
(غږ )
ډير پلرونه او ميندې هيله لري چې د ښوونې او روزنې ميکانيزم اصلاح شي. ولی زموږ ماشومان د امريکايی ماشومانو په پرتله د نوښت او اختراع توان کمزوری دی. زما په اند د امتحان لپاره ښوونې روزنې د ماشومانو ځانګړتياوې ليری کړې. زما په اند له ماشومتوب څخه د کيفيت ښوونې او د همکارۍ فکر لازيات اهميت لري.
د خلکو له ساده هيلو څخه د وخت بدلونونه څرګند شوي دي. په نوې پيړۍ کې د چين واکمن ګوند د علمي انکشاف نظر د لارښوونې افکار بللی نو ويل کيږي چې هغه د سمسورې ټولنې د ابادۍ په مهمه موده کې مهمه ستراتيژي ترتيب کړې او د خلکو د ښه ژوند په اړه يی جدي ژمنه کړې ده.
کارپوه څای جي چيانګ وويل:
(غږ)
د علمي پرمختګ نظر د ګوند د لارښوونې فکر په توګه ټاکنه د خلکو د اساسي ګټو سره نژدی تړاو لري.د چين کمونست ګوند د واکمن ګوند حيث تر ډېرې اندازې پورې د ټولو عامو وګړو ګټو ته پاملرنه کوي چې د دغه ګوند يوه مهمه موخه هم بلل کيږي. د واکمن ګوند موخې د خلکو د ښه ژوند له هيلو سره سمون لري.
د اندونيزيا د چيني ژبې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې ويلي چې د چين کمونست ګوند پر علمي پرمختګ نظر باندی ټينګار کړی چې نه يوازی د ابادولو له موخو سره بلکې د چاپيريال له ساتنې سره تړاو لري.
دغه راز د چين د کمونست ګوند د اساسنامې په نوی بڼه کې ايکولوژيکي تمدن هم د لومړي ځل لپاره ليکل شوی چې د چين کمونست ګوند به د سمسورې ابادۍ، شتمن ژوند او ښه ايکولوژي په لار کې ګامونه پورته کړي.
عمومي منشي هوجين تاو د ګوند د اتلسم ملي کانګرس په راپور کې په دې اړه مهمې ژمنې کړې:
د ايکولوژيکي تمدن ابادول د خلکو له اساسي ګټواو ملي راتلونکي سره تړاو لري چې بايد دی ته لازياتې پاملرنې ورکړی شي چې ښکلی چين اباد شي او د چيني ملت پرله پسی پرمختګ رامنځته شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |