د چين د کمونېست ګوند په اتلسم ملي کانګرس کې ٢٦ تنه استازي کليوال کارګران دي، دا لومړی ځل دی چې په دغه کانګرس کې د کليوالو کارګرو د استايو ډله ليدل کېږي. په تېرو لسو کلونو کې کليوالو کارګرو د چين په اقتصادي او ټولنيز پرمختګ کې او د چيني خصوصيت لرونکي سوسياليزم د سياسي ډيموکراسۍ د بشپړولو کې هم فعال رول لوبولی دی.
هغه هيله لري چې د کليوالو کارګرو لپاره فني روزنه پياوړې شي او بې وزليو زړو کسانو او هغو ماشومانو ته امن ژوند برابر شي چې پلرونه او ميندې يې د مزدورۍ لپاره ښارونو ته تللي دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |