د چين کمونېست ګوند اتلسم ملي کانګرس د نومبر په ١٤ نېټه په بېجينګ کې پای ته ورسېد چې په کې د نوې دورې مرکزي کميټه او د انضباطي څارنې نوي دور کمېسيون انتخاب شوی او د اوولسمې دورې مرکزي کميټې د راپور، د انضباطي څارنې کمېسيون کاري راپور او د چين د کمونېست ګوند د اساسنامې د تعديل په اړه پرېکړه ليکونه تصويب شوي دي.
رئيس هو جين تاو د پای د غونډې مشرۍ وکړه او وينا يې وکړه: د اوولسمې دورې مرکزي کميټې د راپور په پرېکړه ليک کې ويل شوي چې د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ له واقعيتونو سره سم بايد په هر اړخيزه توګه د نسبي شتمنې ټولنې د جوړېدو په اړه د شپاړسم او اوولسم ملي کانګرس د موخې پر بنسټ نوي پرمختګونه تر لاسه کړي.
د انضباطي څارنې کمېسيون د کاري راپور په اړه پرېکړه ليک له غوښتنې سره سم د مرکزي کميټې او د بېلا بېلو کچو انضباطي څارنې کمېسيون بايد په جدي توګه له فساد سره مبارزه وکړي او د فساد د مخنيوي لپاره بېلا بېل کارونه ترسره کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |