CRI Online

د نړيوالې ټولنې په اند د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس اغېزه ژوره ده

cri     (GMT+08:00) 2012-11-14 19:42:25

د سين هوا اژانس د خبر له مخې: د چين د کمونېست ګوند اتلسم ملي کانګرس د نومبر په ١٤ نېټه په بريالۍ توګه پای ته ورسېد. په دې وروستيو ورځو کې نړيوالې ټولنې د دغه کانګرس لوړه ارزونه وکړه چې په دغه غونډه کې ټاکل شوې مهمې تګلارې د چين د راتلونکي پرمختګ لپاره لوری ښودلی دی او پر نړيوالې سولې او پرمختګ به هم ستره اغېزه وکړي.د دغه کانګرس اغېزه ژوره ده.

د پاکستان د مسلم ليګ مشر چودري شجاعت حسين خبريالانو ته وويل د چين د کمونېست ګوند په اتلسم ملي کانګرس کې ټاکل شوې بهرنۍ تګلارې به د چين او بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ اړيکي پياوړې کړي. د زمبابوې،سريلانکا، هالنډ او اندونيزيا په ګډون يو شمېر هېوادونو هم د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس ډېره ستاينه وکړه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای