CRI Online

د چين د کمونست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو د دايمي کميسيون نويو غړيو له کورنيو او بهرنيو خبريالانوسره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2012-11-15 16:34:38
د چين د کمونست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو د دايمي کميسيون نويو غړيو له کورنيو او بهرنيو خبريالانوسره وکتل

د روانې مياشتې په پنځلسمه نېټه د چين د کمونست ګوند د مرکزي کميټې نوی ټاکل شوې عمومي منشي شي جينپينګ د ګوند د سياسي بيورو د دايمي کميسيون د نويو غړو په مشرۍ د بيجينګ د خلکو په لوي تالار کې له کورنيو او بهرنيو خبريالانوسره وکتل . شي جينپينګ د ګوند د نوي لارښوونکي ارګان د غړيو په استازيتوب يوه وينا وکړه او د ټولو هېوادوالو په وړاندی د نړۍ د لومړي لوي ګوند په نمايندګۍ خپله ټينګه ژمنه وکړه

( اواز ) مهربانی وکړئ چې موږ په تودو چکچکو د ګوند د دايمي کميسيون د نوي ټاکل شويو غړو د راتګ هر کلی وکړئ .

د سهار په يوولسو بجو او اته پنځوسو دقيقو د غونډې مطبوعاتي وياند څاي مين جاو د مرکې اعلان وکړ او په کتنه کې پنځه سوه کورني او بهرني خبريالان پکې حاضر وو . د تودو چکچکو په بدرګه شي جينپينګ ، لي که چيانګ ، جانګ ده جيانګ ، يو جنګ شنګ ، ليو يون شان ، وانګ چي شان او جانګ ګاو لي د خلکو د لوي تالار په لومړي پوړ کې ختيځ تالار ته ننوتل او له کورنيو او بهرنيو خبريالانوسره يي وکتل . شي جينپينګ خبريالانو ته سلامونه وويل او په خپله وينا کې يي څو څو ځله د دندو او خلکو يادونه وکړه او و يې ويل چې د ټولو ګوندي غړو او هيوادوالو هيلې د نوي دورې مرکزي لارښوونکي ارګان هڅونه ده او په غاړه درنه دنده هم ده چې دغه دنده د ملت ، خلکو او ګوند استازيتوب کوي.

( اواز ) دا درنه دنده د ملت په وړاندی دنده ده ، په بله ژبه بايد د ټول ګوند او د بيلا بيلو قومونو د خلکو په مشرۍ تاريخي دنده په غاړه واخلو او د چيني ميلت د سترې احيا لپاره کوشش او مبارزه وکړو څو چې چيني ملت د نړۍ د غښتليو ملتونو په کتار کې ودرېږي او د انسانانو لپاره نوي او لا ستر خدمتونه ترسره کړي.

شي جينپينګ په خپله وينا کې د خلکو په وړاندی د چين د کمونست ګوند ژور احساسات څرګند کړي او ويی ويلي چې ښکلي ژوند ته د خلکو تمه د چين د کمونست ګوند مبارزاتي هدف دی . هغه دغه راز زياته کړه چې د چين خلکو د خپل زحمت ، زړه ورتوب او هوښيارۍ په اتکا د ملي يووالي او همغږی څخه ډکه ښکلۍ کورنی جوړه کړې او غوره کولتور يې روزلی دی. د چين خلک ستر خلک دی .

( اواز) زموږ خلک له ژوند سره مينه لری او لا ښې ښوونې ، لا ثابت کار ، ښکلي عايد ، لا ډاډمن ټولنيز ضمانت ، لا عالي طبي خدمت ، د ارامې هستوګنې شرط او لا ښکلي چاپيريال ته تمه لري . دغه راز دوي هم د خپلو ماشومانو ښې ودې ، ښه کار ، ښکلی ژوند ته هم اړتيا لري . خو  ژوند ته د خلکو تمه او ليوالتيا زموږ مبارزاتي موخه ده .

شي جينپنيګ وويل چې د خلکو هيلې ترسره کول دا مانا لری چې بايد د ګرد ګوند ، هېواد او خلکو په لارښوونې په مداومه توګه خپل افکار ازاد کړی شی ، پر اصلاح او ورخلاصون باندی دې ټينګار وکړی شی ، د ژوند او توليد په برخه کې د خلکو ستونزې دې لېری کړی شی څو چې په ګډه د شتمنۍ په لور پرمخ لاړ شی .

د ګوندي دندو د بيانولو په بهير کې شي جينپينګ دې ته اشاره وکړه چې د نورو حالاتو په وړاندی د چين کمونست ګوند له زياتو سختو ننګونو سره مخامخ دی او د ګوند په دننه هم زيات لاينحلې مسئلې موجودې دي . په تيره بيا يو شمير ګوندي کادران د فساد او رشوت په قضيو کې ښکيل شوی دي . نو بايد دغه ناوړې پديدې په قطعي توګه لېرې شی څو چې کمونست ګوند د چيني ځانګړتيالرونکي سوسياليستي چارو د مشرۍ کلک لارښوونکي زړی وګرځوي .

خلک د تاريخ جوړونکي دي او خلک زموږ د ځواک سرچينه ده . شي جينپنيګ او نورو ګوندي مشرانو داسي کلکه ژمنه وکړه ( اواز )

دندې د تاي غره په شان درنې دي او زموږ چارو د بشپړولو لار اوږده ده او زياتې ستونزې په مخکې دي . موږ بايد د خلکو سره يوځاي په غم او ښادي کې شريک يو او سره يو ځاي مبارزه وکړو او په کوشش  سره کار وکړو څو چې تاريخ او خلکو ته يو ډاډمن ځواب ورکړو

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای