CRI Online

د پاکستان د صدراعظم مرستيال د چين د کمونست ګوند له دوستانه پلاوي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2012-11-23 14:53:42

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د صدراعظم مرستيال يلاهي چې د مسلم ليګ د مشرانو ډلې مشر هم دی، په اسلام اباد کې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس دايمي کميټې د غړي لي جون ژو په مشرۍ د چين د کمونست ګوند له يو پلاوي سره وکتل. يلاهي د کتنې په ترڅ کې هيله څرګنده کړه چې د پاکستان او چين د سياسي ګوندونو ترمنځ همکاري پياوړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکي ملګرو اړيکې لا ټينګې شي.

يلاهي لومړی د پاکستاني حکومت او خلکو په استازيتوب د چين د کمونست ګوند ١٨م ملي کانګرس د بريالۍ په هکله مبارکی څرګنده کړه. هغه وويل، د پاکستان د بېلا بېلو سياسي ګوندونو او د چين د کمونست ګوند ترمنځ تګ راتګ او همکاري فعالې دي. د مسلم ليګ د مشرانو ډلې په ګډون پاکستاني ګوندونه غواړي چې د چين له کونست ګوند سره همکارۍ ته دوام ولري او خپلمنځيو اړيکو ته پرمختګونه ورکړي. هغه له پاکستان سره د چين د مرستو او ملاتړونو مننه وکړه.

په همدې ورځ د چين د کمونست ګوند پلاوي په جلا جلا توګه د مسلم ليګ د شريف ډلې له سرمنشي، د ولسي ګوند له سرمنشي ، د پاکستان د ستراتيژۍ څيړنيز مرکز له مشر سره وکتل او په يوه ناسته کې يې د پاکستان د بېلا بېلو ساحو استازيو ته د چين د کمونست ګوند په ١٨م ملي کانګرس کې تر لاسه شوی برياليتوبونه درپېژندلي دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای