CRI Online

له مور سره مې د حج ادا کولو لپاره مکې شريفې ته ولاړم

cri     (GMT+08:00) 2012-11-28 15:09:48

 د ټولو مسلمانانو لپاره د حج ادا کول ډېره مهمه فريضه ده او د وياړ او درناوی وړ کار هم دی. چيني مسلمانان هم هر کال مکې شريفې ته د حج ادا کولو لپاره خپل نومونه ثبتوي او هيله لري چې دغه اميد او ارمان به يې ژر ترسره شي. د چين د ګان سو ولايت په لين شا ښار کې د ما لي په نامه يوه مېرمن د خپلې مور په ملتيا د حج ادا کولو په غرض مکې شريفې ته تللې وه او په ډاډمنه توګه بيرته راستنه شوه او د ډېر نيکمرغۍ احساس اوس په خپل زړه کې لري.

د ما لي مور په1930 کال کې زېږېدلې، د يوې سوچه مسلمانې په توګه، ددغې سپين سرې په زړه کې له اوږدې مودې راهيسې د حج ادا کولو لپاره مکې شريفې ته د تللو هيله وه. خو د بېلا بېلو عواملو له امله، د نوموړې دغه هيله نه وه پوره شوې. د تېرې پېړۍ په اتمه لسيزه کې کله چې د چين ولسي جمهوريت په ثابت پرمختګ پيل کړی، د دې سپين سرې دغه هيله د عملي کېدو رڼا ښکاره شوې، په 1987 کال کې کله چې ما لي د منځني ښوونځي د دوهمې دورې د درېيم ټولګي زده کوونکې وه او يوه مياشت وروسته يې د کانکور په ازموينه کې ګډون لپاره په چمتوالي بوخته وه، پلار يې د ناروغۍ له امله وفات او له نړۍ يې سترګې پټې کړې، د مېړه د ناڅاپي مړينې غم له امله، د سپين سرې دغه اميد وځنډېدلو. دغه کال هغه اوه پنځوس کلنه وه.

بيا په 2003 کال کې کله چې دغه سپين سرې دری اويا کلنه وه، د دې سپين سرې درېيمه لور يعنې د مېرمن ما لي درېيمه خور د ناروغۍ له امله له دنياسترګې پټې کړې. دغه سپين سرې تر وسې پورې د دې د لور پاتې شوی ماشوم ساتنه او پالنه وکړه او د دې بدن هم د زيات عمر له امله د کمزورتيا په حال کې و. ما لي له خپلې خور او ورور سره يو ځای په جدي او ښه توګه د خپلې مور خدمت کړی او ورته يې پاملرنه وکړه، خو هېچا د حج د ادا کولو نيت نه درلود.

په 2008 کال کې مېرمن ما لي پرېکړه وکړه چې د مور په ملګريتوب د حج ادا کولو لپاره مکې ته لاړ شي. هغه وخت هغه نژدې څلويښت کلنه او د دې مور نژدې اتيا کلنه وه. مېرمن ما لي د دې پرېکړې کولو د يادولو په وخت کې وويل (اواز)

زه چې کله وزېږېدلم مور مې څلويښت کلنه وه، تر واده کولو وروسته مې له شلو کلونو راپدې خوا په بهر کې په خپلو کارونو بوخته وم، خو هغې ته مې دومره پاملرنه نه ده کړې. فکر مې وکړ چې بايد مور ته مې ډېره پاملرنه وکړم. نو پرېکړه مې وکړه چې په هروجه چې وي د هغې په ملتيا به د حج ادا کولو لپاره مکې ته ځم تر څو د دې دغه دايمي هيله رښتيا شي.

د مېرمن ما لي دغه پرېکړه له ډېر مخالفت سره مخ شوه. د دې خور وويل مور دومره سپين سرې شوې او بدن يې ډېر کمزور دی. ښايي په دومره اوږده لاره کې هغه په کومه ناروغۍ اخته شي، تاسې به څه کړئ؟

مېرمن ما لي وويل دا يو واقعيت دی چې هغه وخت زما د مور بدن ډېر کمزور و او حتی څو ځلې روغتون ته ليږل شوې وه، خو په پای کې په ډاډمنه توګه هر څه په خير سره تېر شول. کله چې هغې دا خبر واورېد چې زه به ور سره يو ځای مکې شريفې ته ولاړه شم. هغه د يوې نجلۍ په شان تکړه او خوشحاله شوه. مېرمن ما لي خبريال ته وويل (اواز)

په يو کال کې يې هره ورځ د ذره بين په مرسته په جدي توګه د حج ادا کولو کتاب مالوماتو زده کړه کوله. پر دې سربيره، هغې د حج ادا کولو په اړه هغه شيان ما ته وښودل چې له ډېرو کلونو راهيسې يې راغونډ کړي و، دا مکې شريفې ته د سفر په وخت کې، د شمېرلو لپاره کوچنی مرۍ دي، دا د لمانځه لپاره مينځل شوي نرم جاينماز دی او دا د کوچنيو ډبرو د راغونډولو په غرض کوچنۍ کڅوړه ده. زه هغه مهال پر دې باندې پوه شوم چې مور مې هېڅکله د حج ادا کولو له هيلې لاس نه و اخيستی. دغه راز زما اراده نوره هم ټينګه شوه.

تر يو کلنو تياريانو وروسته مکې ته د حرکت ورځ راورسېده او مېرمن ما لي د خپلې مور په ملتيا سره الوتکې ته پورته شوه. د دې اوږدې لارې په بهير کې مېرمن ما لي تر وسې پورې خپلې مورې ته پاملرنه کوله. خو هغې احساس کړی چې مور يې حج ته له حرکت وروسته ګام په ګام روغه او جوړه شوې. هغې وويل (اواز)

هغه کال زما د مور بدن ډېری کمزور و او کله نا کله مو احساسوله چې هغه مرګ ته نژدې شوې او مخ به يې تل پړسېدلی و. خو موټر ته له پورته کېدلو څخه وروسته د دې روحيه مخ په ښه والي وه. ويل کېږي چې روحي شيان پر بدن ډېرې اغزې کولای شي. کله چې موږ مدينې ته ورسېدو، د دې روحيه ګام په ګام نوره هم ښه شوه. په تېره بيا د لومړي ځل لپاره مکې شريفې ته د تللو په لاره کې مې په څرګنده توګه احساس کړه چې هغې پخپله ځان هڅاوه او د قدم وهلو سرعت به يې ډېر ګړندی و، لکه ځانګړې قوه يې تر لاسه کړې وي.

د حج ادا کولو په څلويښت ورځنۍ موده کې مېرمن ما لي د خپلې مور په ملتيا سره د سعودي عربستان په مکه کې ټول د حج کارونه بشپړ کړل او په دې بهير کې کله نا کله له ځينو ستونزو سره مخامخ وو او له نورو حاجيانو يې زياتې مرستې هم تر لاسه کړې. د يادولو ده چې په دغو څلويښتو ورځو کې دوی دواړو مور او لور يو د بل په ملتيا وخت تېر کړی. مېرمن ما لي د دې بهير د يادولو په وخت کې تر اغېزې لاندې را غله او و يې ويل (اواز)

په وروستۍ ورځ چې د حج ادا کولو د لويو مراسمو د تر سره کولو په وخت کې مې مور څو ځلې را ته ويلي چې زما لورې، ته تر سرو زرو ګرانه يې. خو مخکې د دې سترګې دومره ناروغه شوې وې چې نژدې نيمه ړنده وه. نو هغه وخت ډېره تر اغېزې لاندې شوم او فکر مې وکړ: که اړتيا شي زه به مې مور پر شا مکې شريفې ته بوزم، زه به هرومرو هغه حج ته بوزم. په رښتينې توګه باور لرم چې هر ډول اراده ولري، الله به مرسته وکړي. د هر چا لپاره يو شان دي، ستا مهربانۍ هيله به حتما عملي شي. زما په اند، زما د مور بدلون دومره څرګند دی، د دې هغه اسلامي ذوق ډېر د خوشحالۍ او وياړ وړ دی.

مېرمن ما لي خبريال ته وويل هغې مکې ته له دغه سفر څخه ډېر څه تر لاسه کړي. هغې وويل د دې سفر په بهير کې مې مور ته ډېره پاملرنه کړې او نور هغو بوډاګانو چې اولادونه يې ورسره ملتيا نه لرله، وويل دوی زما پر مور رخه کوي. زه مې هم ځان له وياړه ډک احساسوم. که څه هم زه ډېرې پيسې نه لرم او نه هم کومه لوړه چارواکې يم، خو دغه برياليتوب زما لپاره تر ټولو ستر برياليتوب دی.

خپل وطن ته تر ستنېدو وروسته مېرمن ما لي له مور سره دغه سفر خاطرات وليکل او اوس دغه کتاب چاپ شوی. مېرمن ما لي په دې هکله وويل (اواز)

دغه کتاب زما له مهمو يادونو ډک دی. اوس کله چې مې له مور څخه د حال احوال پوښتنه کوم، هغه زما د جامو رنګ نه شي پېژندلی. ما سرې جامې اغوستې وې، خو هغې وويل تورې جامې دي. نو په ژوره توګه زه دا نظر لرم چې د دې په ملتيا مې مکې ته هغه سفر ډېر ارزښتناک و. دغه سفر هم هغې ته ډېره ژوره خاطره بښلې ده. ور پسې هر کله چې ما ور سره کتل، هغې به له مانه پوښتنه کوله چې هغه ځای چې موږ تللي و، څنګه و؟ له ما هېر شوي، مهربانۍ وکړه چې ما ته بيا ووايه؟ خو دا يو واقعيت دی چې د هغې ټول ځايونه په ياد دي. هغه يوازې غواړي چې ور سره يو ځل بيا تکرار کړم. فکر کوم چې د يو مسلمان لپاره د حج ادا کول تر ټولو ستره نېکمرغي او مهم دي، نو دغه سفر د دې لپاره ستر ارزښتناک و. هغې وويل اوس زما مور ډېره سپين سرې شوې، او زه ډېره خوشحاله يم چې هغه مې پر وخت حج ته بوتلله. که د دې دغه هيله نه وای عملي شوې، نو اوس به ډېره خپه او افسوس به مې کولو.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای