CRI Online

چين به د اصلاحاتو او ورخلاصون پر تګلارې ټينګار وکړي

cri     (GMT+08:00) 2012-12-31 16:18:05


د روانې مياشتې په سر کې د چين د کمونست ګوند عمومي منشي شي جين پينګ د ګوانګ دونګ ولايت له شن جن، جو های، فو شان او ګوانګ جو ښارونو څخه ليدنې او په ترڅ کې يې څو څو ځلې دا نښه څرګنده کړی چې د اصلاحاتو او ورخلاصون په لاره کې د چين قدمونه ځنډ نه شي.


د شن جن ځانګړې اقتصادي سيمه چې په ١٩٨٠ کال کې جوړه شوې، د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلی کولو لومړې ازمويښتي اډه ده او د شي جن پينګ د دې ليدنې د پيل ځای هم و. د روانې مياشتې په اتمه نېټه ښاغلي شي جن پينګ د شن جن ښار د لوه هو په نامه د کب نيوونکيو له کلي څخه ليدنه وکړه. د دې کلي لخوا د جوړ شوي محدود شرکت مشر هوانګ شنګ يان چې د ښاغلي شي جن پينګ د ليدنې په ملګری و، د دې ليدنې د يادونې په ترڅ کې وويل

عمومي منشي شي جن پينګ زموږ هڅونه وکړه چې د اصلاحاتو او ورخلاصون په لاره کې نوې نظريې جوړې او د ګډې شتمنۍ په لوا ټينګار وکړو. دا موږ ته ډېری باور را کړی دی.

د مرکزي ګوندي پوهنتون پروفيسر شې چون تاو په اند، دا چې ښاغلي شي جن پينګ شن جن ښار د خپل سفر د لومړی ځای په توګه غوره کاوه، ژوره مانا درلوده. ده وويل

څرنګه چې شن جن د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارې تر پلی کولو وروسته لومړی ځانګړې اقتصادي سيمه او د اصلاحاتو او ورخلاصون نښه ده، نو په دې ښار کې د اصلاحاتو او ورخلاصون په تګلارې بحث کول ستر ارزښت لري.

له شن جن څخه جو های ښار ته ، له فو شان څخه ګوانګ جو ښار ته، ښاغلي شي په ګوانګ دونګ ولايت کې د اصلاحاتو او ورخلاصون له نښه لرونکيو ښارونو څخه ليدنې وکړې. هغه نه يوازې د لوړې تکنالوژۍ او ساينس لرونکيو تصدۍ وليدلې، بلکې د عامه وګړيو غوښتنی يې هم واورېدلې .

ښاغلي شي دې ته اشاره وکړه چې اوس د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلی کولو کارونه مهمې مرحلې ته رسېدلي او له ډېرو ننګونو سره مخامخ دي. نو چينايان بايد په زړه ورتوب دغو کارونو ته دوام ور کړي.

د مرکزي ګوندي پوهنتون پروفسير شې چون تاو وويل ګوانګ دونګ ولايت ته د عمومي منشي شي جن پينګ له دغه سفر څخه دا پياوړې نښه څرګندېږی چې چين به د اصلاحاتو او ورخلاصون پر لارو ټينګار وکړي. ده وويل

د ښاغلي شي له ويناوو څخه ښکاريږی چې هغه د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې پلی کولو ته د دوام ور کولو ټينګه اراده لري، په عين وخت کې هغه هم دې ته اشاره وکړه چې د دغې تګلارې تطبيق دومره اسان کار نه دي. اوس هغه کارونه چې په اسانه توګه اصلاح کېږی او يا د اصلاح کېدو شونتيا لري، اکثريت يې اصلاح شوي دي، خو پاتې شوي کارونه يې ټول ستونزمن دي او د دغو ستونزو حل په زړه ورتوب او هوښيارۍ ته اړتيا لري.

د صميميت په فضا کې له عامه وګړيو سره د ښاغلي شي جن پينګ مرکې د وګړيو او خبري رسنيو لخوا وستايلې شوې. د لوه هو کلی کب نيوونکي دنګ ګوه هوا وويل

ښاغلي شي ډېری مهربان دی چې لکه يو عادي مېلمه دی او احساس مې وکړ چې هغه مشر نه دی، بلکل يو عام سړی دی. هغه وويل د وګړيو د ژوند شرايطو ښه والی د ده ډېر خوښ دی چې دا زما په نظر کې ډېره ژوره خطره بښلې ده. زموږ د کلی په ډګر کې يې د لسو دقيقو لپاره له کليوالو سره لاس روغبړ وکړ او ټولو کليوالو پرې ډېری خوشحالی ښودلې ده.


 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای