CRI Online

د ولسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې د مسلمان غړيو استوګنځای

cri     (GMT+08:00) 2013-03-11 09:49:58

د ولسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې د مسلمان غړيو استوګنځای

د چين نړېوالې راډيو دخبر له مخې ګرانو دوستانو! السلام عليکم! هر کال د دوو مهمو غونډو په مهال کې د چين له بېلابېلو ځايونو څخه ټاکل شوي غړي په بيجينګ کې راغونډيږي چې د هېواد د پرمختګ په اړه بحثونه کوي. سږ کال په دغو ٢٢٠٠ غړيو کې ډير مسلمانان هم ليدل کيږي. د خپرونې په دغه کړۍ کې به له تاسو سره يو ځای د چين د اسلامي ټولنې رئيس چن ګوانګ يوان کوټې ته ولاړ شو.

لومړی اواز

په سهار کې زموږ خبريال د چن ګوانګ يوان امام په ګډون د مسلمانانو غړيو استوګنځاي ته ورسيد چې د بيجينګ د دوستۍ په هوټل کې موقعيت لري. د غرمې په يوولس نيمو بجو چن ګوانګ يوان امام له غونډې نه وروسته خپلې کوټې ته بيرته ستون شو. د ده د کوټې پر دېوال باندی يو تصوير سريښ شوی چې ور باندی يی په مارچ مياشت کې په بيجينګ کې د لمونځ کولو دقيق وختونه ليکل شوي دي. د کټ تر څنګ پر ځمکه باندی د جاينماز اېښودل شوی او په تشناب کې د بدن مينځلو هر ډول شيان هم چمتو شوي دي.امام چن ګوانګ يوان په پر له پسی توګه څو دورې د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې غړي دی. هغه په استوګنځای کې د مسلمانانو لپاره له چمتو شويو شيانو سره هم ښه اشنا شوی دی او ويی ويل:

دوهم اواز

دغه ځای زما د کور په شان دی. زه دلته لويديز په لوری لمونځ کوم. د وخت په اړه ګورم د مارچ له لومړی نيټې څخه تر اتلسمې نيټې پورې هره ورځ لږڅه توپير شته نو يو ليست ته اړتيا لرم مثلاً د مارچ په لومړی نيټه د سهار لمونځ وخت د سهار پنځه بجې اووه لس دقيقې و او په دوهمه نيټه پنځه بجې پنځلس دقيقې و. بيا ورځ په ورځ دوې دقيقې کميږي. دغه ليست اسان دی.

د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس دوولسمې دورې ملي کميټې لومړی غونډه د مارچ په درېيمه نېټه پرانيستل شوې ده. د غونډې په موده کې چن ګوانګ يوان امام له نورو مسلمانانو سره يو ځای هره ورځ پنځه وخته لمونځونه کوي.

درېيم اواز

نن ورځ امام چن ګوانګ يوان د ماسپښين لمونځ له ادا کولو وروسته د هستوګنځای اسلامي رېستورانټ ته ولاړ. د دغه رېستورانټ پر دېوالونو باندی رنګارنګ غالۍ ځای پر ځای ځوړندې شوې چې اسلامي سبک يې له ورايه ښکاري. د رېستورانټ منيجر ښاغلی ګای جينګ مين چې په سر يې يوه سپينه خولۍ هم ده، د دوي د هرکلي لپاره ولاړ دی.

څلورم اواز

ښاغلی ګای جينګ مين يو مسلمان هم دی. هر کال د دوو غونډو په موده کې هغه د رېستورانټ په دروازه د غړيو هرکلی کوي. هغه له ډيرو غړيو سره اشنا شوی دی. هغه وويل:

پنځم اواز

له شينجيانګ څخه غړی ماشو شين هر ځل له راتګ نه مخکی ما ته تېلېفون کوي. له شينجيانګ څخه يو اويغوري ملا زموږ له خوا پوخ شوی پلو هم ډير خوښوي.

هغه زياته کړه چې د ولسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې ډير غړي د چين له شمال لويديزې سيمې څخه راغلي دي نو زموږ په رېستورانټ کې ډير خوراکونه شمال لويديز و سيمو د خلکو سبک لري. هغه وويل چې د دغوغړيو خوښه د ده لپاره ترټولو مهم کار دی.

شپږم اواز

که څه هم په کارونو کې لږ څه ستړی يم خو زه ډير خوشاله يم. زه يو مسلمان يم کله کله نورو ځايونو ته هم ځم . خوراکونه زما لپاره کله کله يوه مسئله ده. دا چې دغه مسلمان غړي دلته په ډاډمنه او خوشاله توګه ډوډۍ خوري زما لپاره ترټولو ډېره د خوښۍ خبره ده .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای