CRI Online

يو جنګ شنګ د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې د نوي مشر په توګه وټاکل شو.

cri     (GMT+08:00) 2013-03-11 18:27:20

د سنهوا اژانس د خبر له مخې، د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دوولسمې دورې ملي کميټې د لومړنۍ غونډې په څلورمه عمومي غونډه کې ښاغلي يو جنګ شنګ د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې د نوي مشر په توګه، د دو جينګ لين په شمول درويشت تنه د مشر د مرستيالانو په توګه او جانګ جينګ لي د سرمنشي په توګه وټاکل شول. د دې ترڅنګ د دغې ملي کميټې نور ٢٩٩ تنه دايمي غړي هم وټاکل شول. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای