CRI Online

د ښوونې په برخه کې د چين او افغانستان تر منځ همکاری نوره ژوره شوې ده

cri     (GMT+08:00) 2013-09-27 20:10:46

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت ريس شي جن پنګ په بلنه د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د روانې مياشتې له پنځه ويشتمې نېټې څخه تر اته ويشتمې نېټې پورې له چين څخه سفر کوي. په اوه ويشتمه نېټه دواړو خواوو په بېجينګ کې د شان شي دارالمعلمين او د کابل پوهنتون تر منځ د تبادلې او همکاری يادښت لاسکليک کړ چې په راتلونکی کې د ښوونې او کلتور په برخو کې د دواړو هېوادونو د تبادلې او همکاری لپاره يې يو ډېر ښه بنسټ ايښودلی دی.

په وروستيو کلونو کې د کلتور، ښوونې، اقتصاد او سوداګرۍ او انرژۍ په ساحو کې د چين او افغانستان همکاری مخ په پياوړی ده. د ٢٠٠٨ کال په جنورۍ کې په افغانستان کې د کانفوسيوس انسټيټيوټ د کابل په پوهنتون کې جوړ شو چې د ٢٠١١ کال تر اګست مياشتې پورې شپږ پنځوس محصلين يې ومنل او پکې نهه ويشت د سکالرشپ په ګټلو سره د زده کړې لپاره چين ته راغلي. د ٢٠١٠ کال په مارچ مياشت کې چين ته د حامد کرزي د سفر په بهير کې چين پرېکړه وکړه چې له ٢٠١١ کال څخه په چين کې د زده کړې لپاره هر کال يو سلو افغان محصلينو ته سکالرشپ برابر شي. دغه راز ډېر زيات افغان محصلين په چين کې د زده کړې فرصت تر لاسه کړي. د ٢٠١٣ کال په جنوری مياشت کې د شان شي دارالمعلمين له کابل پوهنتون سره د همکاری ابتدايي تړون لاسليک کړ چې له مخې به يې دواړه خواوې د محصلينو د زده کړې، د ښوونکو د روزنې او د پوهنې څېړنې په برخو کې ژوره تبادله او همکاری وکړي. د روانې مياشتې په اوه ويشتمه نېټه دواړو خواوو په رسمي توګه د خپلمنځی تبادلې او همکاری يادښت لاسليک کړ. د منځنی اسيا د څېړنې په هکله د شان شي دارالمعلمين د ادارې مشرې لي چي د دې يادښت مهم محتويات معرفي کړل او و يې ويل

((دغه يادښت پنځه عمده محتويات لري چې لومړی د ښوونکو تبادله. دوهم د محصلينو تبادله. دريم د دواړو پوهنتونو د ښوونکو همکاريزه پروژه. څلورم يو د بل سره د مالوماتو شريکول . پنځم په ګډه توګه د نړيوالې غونډې او يا سيمينار د جوړېدو په هکله د دواړو پوهنتونو نور همکاريزه پروژه. لنډه ده چې د دواړو پوهنتونونو تر منځ همکاری د ګډو ګټو پر بنسټ تر سره کېږي. ))

د شان شي دارالمعلمين په چين کې يو مشهور پوهنتون دی چې د دولت په کچه د دوو سوو يوولسو غښتلو پوهنتونونو په ليست کې شامل دی. د کابل پوهنتون هم د افغانستان تر ټولو مشهور پوهنتون دی چې اوږد تاريخ لري. دغه راز د ښوونکيو د روزنې او د منځنی اسيا مسلې د څېړنې په برخو کې د دواړو خواوو همکاری ته ښه زمينه برابره ده. مېرمن لي چي وويل

(( د شان شي دارالمعلمين د نورو هېوادونو له غښتلو پوهنتونونو سره د همکاريزو اړيکو جوړولو ته لومړی اهميت کوي. موږ هيله لرو چې د منځنی اسيا د مسلې څېړنې او د چيني ژبې د ور زده کولو په برخو کې له کابل پوهنتون سره واقعی همکاری تر سره کړو. زموږ پوهنتون چمتو دی چې د افغانستان د څېړنې لپاره يوه اداره پرانيزو. د منځنی اسيا د څېړنې په هکله زموږ اداره به له افغانستان سره تبادله او همکاری پياوړې کړي. ))

چين او افغانستان په لرغونۍ ورښمو لارې کې د دوو مهمو هېوادونو په توګه، د متقابل درناوي، اعتماد او ملاتړ پر بنسټ دوستانه اړيکې ټينګې کړې دي. د ٢٠١٢ کال په جون مياشت کې چين ته د حامد کرزي د سفر په ترڅ کې دواړو هېوادونو د ستراتيژيکو اړيکو د ټينګېدو په هکله اعلاميه لاسليک کړه، په دې توګه د چين او افغانستان تر منځ اړيکې نوې مرحلې ته ورسېږي. نو په روانه مياشت کې د يادو دواړو پوهنتونونو تر منځ د تبادلې او همکاری د يادښت لاسليکول د کلتور او ښوونې په برخه کې د دواړو هېوادونو په همکاری کې يوه بله لاسته راوړنه بلل کېږي. مېرمن لي چي په دې هکله وويل

(( د ٢٠١٢ کال په جون مياشت کې د چين او افغانستان تر منځ د ستراتيژيکو اړيکو د ټينګېدو په اعلاميه کې وړاندې شوې چې دواړه خواوې بايد د کلتور او ښوونې په برخه کې خپلمنځی تبادله او همکاری ژوره کړي. نو ويل کېږي چې د دغه يادښت لاسليکول د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ د تفاهم د پياوړتيا، د دواړو هېوادونو تر منځ د انساني کلتور د تبادلې او همکاری د ژوروالی او د افغانستان د بيارغونې د ملاتړ لپاره ستر اهميت لري. ))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای