CRI Online

لي که چيانګ وايي، چين غواړي د سوداګريزو پانګونو او د انرژيو د پروژو د ابادولو په برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2013-09-27 20:51:54

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د سپتمبر په اووه ويشتمه نېټه په بېجينګ کې د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره د کتنې په ترڅ کې وويل، چې چين غواړي له افغانستان سره د خپلمنځيو ستراتيژيکو اړيکو د ژورتيا، د سوداګريزو پانګونو او د انرژيو د پروژو د ابادولو په برخو کې ښه همکاري وکړي.

صدراعظم لي که چيانګ وويل، اوس د اسيا عمومي اوضاع ارامه ده او د دې سيمې هېوادونه له ښو فرصتونو سره مخامخ هم دی. چين د خپل هېواد د ابادولو په برخه کې د افغانستان د خلکو لخوا د انتخاب شوي لاره درناوی کوي او د سوله ييز بهېر د پياوړتيا لپاره د افغان حکومت د کوښښونو ستاينه کوي. چين غواړي د افغانستان د امنيت او ثبات د ساتلو او د خلکو د ژوند د ښه والي او د دې سيمې د سولې، ثبات او پرمختګ د ساتلو لپاره زيار وباسي.

ولسمشر حامد کرزي وويل، چين د افغانستان ښه ګاوندي هېواد او د نړۍ د سولې د ټينګ ساتونکی هم دي چې د افغانستان د سولې او ثبات د ساتلو لپاره مهم رول لوبولي او لوبوي يي. هيله لري چې په هره ساحه کې له چين سره لا ښه همکاري به وکړي. افغانستان به تر خپلې وسې پورې په افغانستان کې د چينايانو د امنيت د ساتلو لپاره هڅه وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای