CRI Online

شي جين پينګ له حامد کرزي سره خبرې اترې وکړې.

cri     (GMT+08:00) 2013-09-27 21:03:46

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په اووه ويشتمه نېټه د بېجينګ د خلکو په تالار کې د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره خبرې اترې وکړې. دواړو مشرانو د دوه اړخيزو اړيکو او د افغانستان د حالاتو په شمول د ګډو علاقو وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د نظريو ژوره تبادله وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو د ژورتيا لپاره ګډو نظريو ته ورسېدل.

رئيس شي جين پينګ وويل، چې چين او افغانستان د يو بل سره ښه ګاونډي هېوادونه دي. تېر کال د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتيژيکي همکارۍ اړيکې ټينګې شوی او دوه اړخيزې اړيکې نوې مرحلې ته ننوتلی دی. چين غواړي له افغانستان سره د ستراتيژيکو اړيکو د ټينګېدو لپاره ګډ کوښښونه وکړي او د افغانستان او د دې سيمې د سولې، ثبات او پرمختګ د پياوړتيا لپاره هڅه وکړي.

رئيس شي جين پينګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د نژدي کېدو لپاره پنځه فقره ييز وړانديز وکړ. لومړی، دوه اړخيز لوړ پوړی تګ راتګ او د حکومتونو، قانوني ارګانونو او ګوندونو ترمنځ تبادله دې پياوړې شي. دوهم، د اقتصاد، پروژې، د انرژۍ د استخراجولو او د اساسي تاسيساتو د ابادولو په برخو کې خپلمنځي همکاري دې پياوړې شي. چين په افغانستان کې د چيني تصديو د پانګونې ملاتړ کوي او په پر له پسی توګه به د افغانستان د سولې بيارغونې او د ټولنيز پرمختګ د پياوړتيا لپاره مرستې برابرې کړي. درېيم، د امنيت د ساتنې په برخه کې همکاري دې پياوړی شي او دواړه خواوی بايد په ګډه د افراطيت، ترهګرۍ او د بېلتون غوښتونکو پر ضد د مبارزې، د نشه يي توکيو د قاچاق د مخنيوي، د نړيوال جرمونو سره د مقاومت لپاره هڅه وکړي او هيله لري چې افغانستان به د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره يو امنيتي چاپيريال وساتي. څلورم، د دواړو هېوادونو ترمنځ کولتوري تګ راتګ بايد پياوړی شي. چين به په پر له پسی توګه د کارکوونکو د روزنې په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي. پنځم، د م م په چوکاټ کې دوه اړخيز تګ راتګ او همغږی نژدی شي. چين د افغانستان مسئلې په اړه د شانګهای د همکارۍ سازمان د رول له پياوړتيا څخه ملاتړ کوي.

رئيس شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې ٢٠١٤ کال د افغانستان د سياسي انتقال لپاره کليدي اهميت لري. چين د افغانستان د خپلواکی، حاکميت، د خاورو د بشپړتيا درناوی کوي او د خپل هېواد د حالاتو سره سم د خپل هېواد د ابادولو په اړه د افغانستان د خلکو لخوا له انتخاب شوي لاره څخه ملاتړ کوي او هيله لري چې افغانستان سياسي بهېر په ثابته توګه انتقال شي. اړوندې خواوی بايد د افغانستان د بيارغونې په برخه کې خپله ژمنه پلی کړي او د اړوندو مسئلو په اړه د دې سيمې د هېوادونو د پاملرنې وړ مسئلو ته پام وکړي. چين پريکړه کوي چې په راتلونکي کال کې د افغانستان مسئلې په اړه د استامبول بهېر د بهرنيو چارو وزيرانو څلورمه غونډه جوړه کړي.

ولسمشر حامد کرزي وويل، چين د افغانستان ښه ګاونډي هېواد او باوري دوست دی. افغانستان د چين له ملاتړ، مرستې او درناوی څخه مننه کوي. په تېرو څو کلونو کې د افغانستان د بيارغونې بهېر پرمختګ موندلی، خو د ترهګرۍ او افراطيت پرضد د مبارزې او د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ په برخو کې درنده دنده هم لري. افغانستان هيله لري چې چين به په مداومه توګه د افغانستان د سولې، امنيت، ثبات د ساتلو او له ګاونډيو هېوادونو سره د اړيکو د ښه والي په برخو کې مهم رول ولوبوي. افغانستان هيله لري چې له چين سره د اقتصاد او کولتور په ساحو کې لا ښه همکاري وکړي. افغانستان هر کلی کوي چې چين د افغانستان د کانونو د استخراج په پروژه کې ګډون وکړي او د هېواد د ابادولو، د اقتصاد د پرمختګ او د خلکو د ژوند د ښه والي په برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي. افغانستان به په ټينګار سره د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په برخه کې له چين سره همکاري وکړي.

له خبرو اترو وروسته دواړو مشرانو د يو لړ تړونونو د لاسليکولو په مراسمو کې ګډون درلود. دواړه خواوی د چين او افغانستان ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو اړيکيو د ژورتيا ګډه اعلاميه خپره کړه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای